افغانستان

سرنوشت ورځپاڼه: شپني عملیات، د خلکو د وژنې په مانا دي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): له کابله خپرېدونکې سرنوشت ورځپاڼې پخپله تازه ګڼه کې د وال سټریټ ژورنال په هغه راپور تبصره کړې ده، چې پکې د افغان حکومت له لوري بهرنیانو ته د شپنیو عملیاتو د جواز موضوع یاده شوې ده.

د وال سټریټ ورځپاڼې د راپور له قوله د ګډ حکومت مشر اشرف غني بهرنیانو ته په ملکي او ګڼ مېشتو سیمو کې د درنو وسلو او د شپنیو عملیاتو اجازه ورکوي.

سرنوشت د سیاسي چارو شنونکو له خولې وايي چې د افغان حکومت دا اجازه به دا مانا ولري چې بهرنیان د افغانستان قانون تر پښو لاندې کولای شي او د خلکو په وژلو کې خپلواک دي.

سرنوشت لیکي چې تېره ورځ د ګډ حکومت مشر اشرف غنی د یادې موضوع اړوند له پوښتنې سره مخ شو، خو نه يې «هو» او نه هم د «نه» ځواب ورکړ.

ورځپاڼه کاږي: «وړمه ورځ ولسمشر په یوه خبري کنفرانس کې له همدې پوښتنې سره مخ شو، خو هغه دغه ادعا نه رد او نه هم تایید کړه او ویې ویل چې افغان امنيتي ځواکونه پر یو داسې تګلاره کار کوي چې له مخې یې ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه خوندي شي.»

د ورځپاڼې له قوله دا سې څرکونه شته چې پر اساس يې د وال سټریټ ژورنال راپور بشپړ تایید شي.

سرنوشت د دفاع وزارت د ویاند جنرال ظاهر عظیمي خبره را اخلي چې دوی په يوه داسې طرحه کار کوي چې په شپنیو عملیاتو کې ملکي تلفات کم پېښ شي.

ورځپاڼه د دفاع وزارت د ویاند خبره داسې را اخلي: «د ملکيانو او بې دفاع خلکو د تلفاتو د مخنيوي او د شپې له خوا د عملياتو په څېر د نورو پوځي مسايلو لپاره ځينې تګلارې په جوړېدو دي. د اړتيا پر وخت کې کولاى شو له خپلو داخلي ظرفيتونو او د بهرنيو ځواکونو له هوايي ملاتړ نه استفاده وکړو.»

د ورځپاڼې په وینا پورته څرګندونې دا ښيي چې د شپنیو عملیاتو د اجازې ډېر امکان شته او وايي چې داسې ښکاري چې د هوايي ځواک د کارولو اجازه نه یوازې د اوس لپاره کارول کېږي، بلکې د امنیتي تړون له عملي پیل وروسته به هم بهرني ځواکونه هوايي ځواک کاروي.

ورځپاڼه د کابل پوهنتون د استاد او سیاسي مبصر فیض محمد ځلاند له خولې لیکي: «له دې امله چې نوی حکومت د امریکا په مستقیمه مرسته راغلی، نو غواړي د هغوی د کړي احسان په بدل کې د شپې د عملیاتو او د هوايي ځواک د کارونې جواز ورکړي.»

ځلاند وايي چې نه یوازې د افغانستان بلکې نړیوال قوانین هم د شپې د عملیاتو او په اوسنۍ جګړه کې د هوايي ځواک ددغه ډول کارولو جواز نه ورکوي.

وال سټریټ ورځپاڼې پخپل راپورکې دا هم ویلي و، ولسمشر به سربېره پر شپنیو عملیاتو، دا اجازه هم ورکړي چې په ملکي سیمو کې افغان او بهرني ځواکونه وکولای شي چې له دې وروسته د طالبانو پر ضد درنې وسلې وکاروي.

په افغانستان کې امریکايي قومندان، جنرال کامپ بېل وايي: «له ۲۰۰۹م کال راهیسې د حامد کرزي د ځینو سیاستونو له امله د امنیتي ځواکونه لاسونه تړل شوي وو».

یاده دې وي چې د وال سټریټ ژورنال له یاد راپوره یوه ورځ وروسته بهرنیو ځواکونو د داخلي عسکرو په مرسته د ننګرهار په چپرهار کې د یو کلي ټول اوسېدونکي زنداني کړل او دوه تنه يې پکې شهیدان کړل.

د چپرهار ولسوالۍ د زغو د سیمي اوسېدونکي وايي چې دوی لا هم د تر سلو ډېرو نیول شویو کلیوالو د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي.

د حامد کرزي په مشرۍ پخواني افغان حکومت له ګڼو ملکي تلفاتو وروسته په ګڼ مېشتو او ولسي سیمو کې د درنو وسلو کارونه او پر شپنیو عملیاتو بندیز لګولی و چې اوس داسې ښکاري چې نوی حکومت دغه کړنلاره بدلوي. د اشرف غني دې نوې تګلارې د عامو افغانانو اندېښنې راپارولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x