دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام اوساينس کی (۳)

ليکوال: عبدالغفار جبير

دا ملغلره ولې دومره ارزښت لري؟؟؟
ملغلره په یوه کلک زیږ حجاب کې، د دریاب په تل کې موقعیت لري، هغه ملغلره ډېره ارزښت په دې لري چې په حجاب کې نغښتې ده، او هغه ملغلره چی پوښ يې مات شوی، یا يې درځ کړی وي، د هغې یو اب دی چی و هغه ته زیان رسیږی، رنګ يې بدلون مومي، او هغه ملغلره هیڅ ارزښت نلري، او يوازې دیوې ډبرې اندازه قیمت لري اوبس.

لوی څښتن تعالی جل جلاله هرشی پخپل پوښ کې خوندي کړی دی، د هغه هرڅه ارزښت يې په حجاب کې نغښتی دی، لکه انار، کوپره او داسی نور…

ښځه هم په اسلام کې د یوې ملغلرې په شان ده، نو د دې پر ځای چی د ښځې عفت، عصمت، ارزښت اوحیثیت ته زیان ونه رسیږی، نوالله جل جلاله ورته د حجاب امرکړی دی اوبې پرده ګې په اسلام کی حرامه ده، چی بدې پایلې لري۔ چې رڼا به پرې واچول شی.

دزنا، عیاشۍ، عریانۍ او شیطاني افعالو ته د کولو، د تمایل کول اوجلبولو له کبله الله جل جلاله د حجاب امرکړی دی، چی دا حجاب د ښځې لپاره دحیا جامه ده. دا د ښځې لپاره د عزت او ویاړسمبول دی.
کله چی ښځه په حجاب کې وي دا طبعی ده چی کله سړی او ښځه سره یوځای کیږي، یا په ښار یا بل ځای نو د ښځې په يوازې لیدو سره د نر سره دا فکر پیدا کیږي چی ورته و ګوري، نو د کتلو پر مهال د خلکو نظر پر پردې لګیږي چې پرده دلته د سړي او ښځې ترمنځ د دیوال رول لوبوي او د ښځې بدن او یانوره ښکلا نشي لیدلای.

په اروپا او امریکا کې په کومو ځایونو کې مسلمانان وي او یاحجاب وين، نسبتا تر هغو ځایو چې هلته حجاب نه وي، دښځو تښتول، غلا، زنا، غیرمشروع جنسی اړیکې، وژل او نور جرمونه اوناوړه کارونه ډېرکم دی او هرڅوک په امن سره شپې سباکوی او دا چی لويدیځ ولی اسلامي حجاب بندوي، د دې یوه وجه دا ده چی د ښځو بې حجابه کول پر ټولنې باندې ډېرې بدې اغیزې لري، دا فحاشۍ، عیاشۍ او ناوړو کړونو ته لاره خلاصول دي او د ښځو بې پردې کول په ټولنه کې ډېر ښه د هر قسم فساد، او زنا لپاره ښه وسیله ده.

دنارینه وووښه ګمراه کولو ته ښه مناسبه لاره ده؛ خو مسلمان امت به په دې ونه غولیږی، اوبې لارې به نه شی دا ځکه چې مسلمانې میرمنې په دې لاره کې خپل مرګ مني او بې حجابي نه قبلوي اوخپل مرګ شهادت بولي؛ لکه چی په فرانسه کې د ېوې مسلمانې، معصومې ، عفتناکې خور د فرانسې دوحشي پولیسو له موټره راکوزه کړ ه، حجاب ئې ورڅخه ایسته کړ او هغې مسلمانې مېرمنې دنیولو پر مهال خپل مرګ ته ښه راغلاست ووایه، خو ځناورو چارواکو د دې بې عزتیا څخه علاوه همدا د اُمت مسلمه بچۍ د زندان تر تورو کړکیو شاته مجازات هم کړل؛ خو بیا هم لويدیځ دا هوډ کړی دی، چې ځوان مسلمان اُمت د تباهۍ، ګمراهۍ، او فحاشۍ و کندې ته وغورځوي او د دوی دا ارمان به پوره نشی او د دوی دا هلې ځلې چې دوی يې د قرانکریم خلاف، د اسلام خلاف، د خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم خلاف او بشر دښمنه کړنې او توطيې تړی دابه ډېر ژر د خاورو سره خاورې شی۔
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسو ورور عبدالغفار جُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x