افغانستان

بهرنيو سرتېرو د پوليسو په ملتيا د يوې ليسي ښوونکي او زد کونکي وډبول

kandahar_muzahiraپه كندهار كې بهرنيو ځواكونو او پوليسو د كندهار  د ښووني او روزني رياست اړوند د ميرويس نيكه د عالي ليسي سرښوونكى ، زده كوونكي او ملازمين وهلي او ډبولي دي.
د حاجي ميرويس نيكه  ليسي سرښوونكى سلطان محمد وايي چي سهار لس بجي يي ښوونځى ته په ناڅاپي ډول بهرني سرتيري او پوليس ننوتل او سمدستي يي د ليسي د ملازمينو ، زده كوونكو او سرښوونكو  په وهلو لاس پوري كړ  او ويي ډبول.

سلطان محمد وايي چي پوليسو سپكي سپوري هم ورته وويلي او ويل يي  چي ستاسو له مكتبه زموږ موټرونه په ډبرو وويشتل سوه. سلطان محمد وايي هڅه يې وكړه چې په اداره كې به په ارامى سره ستونزه حل كړي خو هغوى يي خبره ونه منل او د سپكو سپورو د ويلو تر څنګ يي  خپله دى ، زده كوونكي او ملازمين وډبول.
ددي ليسي اداري او ښوونكو دا مهال احتجاج كړى او وايي چي د خبري سپيناوى ونه سي درسونو  ته به حاضر نه سي.

د كندهار د پوهني ريس نجيب الله احمدي هم د پيښي پخلى كوي او وايي چي په دي اړه يي  پلټني پيل كړي دي. ومو غوښتل چې په دي اړه له چارواکو سره وږغيږو هغوۍ وايې چې دا مهال په مجلس کې بوخت دي.

د كندهار د پوليسو د ۴۰۴ ميوند زون قومانداني د پيښي څخه ناخبري ښيي او وايي چي كله يي موضوع  روښانه  كړه نو د رسنيو په واك كي به يي وركړي.
بايد وويل سي چې په کندهار کې د ورته پېښي را منځته کيدل لومړى دى ولي له دي مخکي په نورو لارو او کوڅو کې ځيني وختونه د بهرنيو سرتېرو ټانکونه د کوچنيانو له خوا په ډبرو ويشتل کيږي.

سورغر ورځپاڼه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x