نړۍ

اوباما عراق ته د اسلامي دولت پر ضد ۱۵۰۰ نور امريکايي عسکر لېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما د امريکا دفاع وزير چيک هيګل ته امر کړی، چې د ناجګړه ييزو موخو لپاره عراق ته پنځلس سوه نور عسکر ولېږي.

د روان کال د جون مياشتې راهيسې امريکا د عراق او شام اسلامي دولت سره د مقابلې لپاره څوارلس سوه امريکايي عسکر او نظامي کارپوهان عراق ته لېږلي، چې اوس به پنځلس سوه نور هم ليږي.

د امريکا «ان بي سي» تلويزوني شبکې د دفاع وزارت «پنټاګان» د چارواکو له قوله ويلي، چې دغه عسکر به د اسلامي دولت پر ضد غير جګړه ييزو چارو کې د عراق او شام اسلامي دولت پر ضد عملياتو کې برخه اخلي.

د پنټاګان چارواکي وايي، چې دغه عسکر به د عراق بېلابېلو سيمو کې عراقي پوځيانو ته نظامي او استخباراتي روزنه او مشورې ورکوي.

د پينټاګان وياند جون کيربي رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دفاع وزير چيک هيګل ورته ويلي، چې د عراقي حکومت په غوښتنه بايد پنځلس سوه نور امريکايي عسکر عراق ته وليږي.

نژدې درې مياشتې مخکې د امريکا ولسمشر بارک اوباما د لويديځ او عربي هېوادونه د نړيوال ايتلاف په ترڅ کې د عراق او شام اسلامي دولت پر ضد د جګړې لپاره وهڅول او اسلامي دولت يې د سيمې او عربي هېوادونو په ګډون لويديځې نړۍ لپاره ستر ګواښ وباله.

د امريکايي ايتلاف لومړی ملګری سعودي عربستان و او اعلان يې وکړ، چې د اسلامي دولت پر ضد د نړيوالې ايتلافي جګړې نيم لګښت به سعودي مني، مګر د ياد اعلان په بله ورځ يې وويل، چې دغې جګړه کې به د دوی مرستې بې اندازې وي او چې هر څومره مصرف پرې راځي، دوی يې ورکولو ته تيار دي.

د سعودي تر څنګ، مصر، متحده عربي اماراتو، قطر، عمان او اردن هم دغه امريکايي ايتلاف کې د خپل هر ډول مرستو ډاډ ورکړ.

امريکايي جګړې دښمنان، دوستان کړل

د عراق او شام اسلامي دولت پر ضد د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف دواړو لوريو ته دښمنان سره په يو ټغر راټول کړل.

په سيمه کې عربي هېوادونه، ايران او اسراييل په ډېرو مسئلو کې سره مخالف دي او د يو بل پر ضد دريځونه او پاليسي لري، مګر دغه ګرد هېوادونه اسلامي دولت د خپلو ځانونو لپاره شريک ګواښ بولي او له همدې امله سعودي، اماراتو، عمان، ادرن، مصر، اسراييلو، ايران او نورو سيمه ييزو هېوادونو امريکا ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي دولت پر ضد امريکا سره هر ډول مرستو ته تيار دي.

بل پلو له ډېره وخته د اسلامي دولت او النصرة جهادي ډلې تر منځ دښمني وه او له دواړو لوريو ګڼ کسان ووژل شوي وو او النصرة جهادي ډلې پورې تړليو مشهورو علماوو، شيخ ابومحمد المقدسي او شيخ ابو قتادة الفلسطيني، د اسلامي دولت اعلان له اسلامي شريعته خلاف وباله، مګر د امريکايي ايتلاف د هوايي بريدونو په اړه يې فتواوې صادرې کړې او دغه جګړه يې صليبي جګړه وګڼله او زياته يې کړه، چې هر څوک امريکا سره په دغه جګړه کې مرسته کوي، دا د صليبيانو له ډلې دی او د امريکايي ايتلاف پر وړاندې يې د اسلامي دولت بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

د اسلامي دولت پر ضد جګړه ګټل ناشوني بريښي

نژدې دوه مياشتې کيږي، چې د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف د اسلامي دولت پر مرکزونو بمبارۍ کوي، او د اسلامي دولت او النصرة جهادي ډلې د سلګونو افرادو په ګډون زرګونو ولسي وګړي ووژل مګر اسلامي دولت مخ پر وړاندې روان دی او د سوريې کوباني «عين العرب» ډېره برخه يې نيولې ده.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وړمه ورځ ناوخته سپينه ماڼۍ کې خبريالانو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د اسلامي دولت پر ضد روانه جګړه ګټل له وخته مخکې بلکې ناشوني بريښي.

اوباما زياته کړه، چې دوی داسې فکر کاوه، چې لومړی به اسلامي دولت کمزوری او بيا به يې د ځمکې له مخه ورک کړي، مګر ځمکني حقايق بدل وختل او دغه جګړه يوه اوږد مهالې جګړه شوه او د امريکا په ګډون د سيمې هېوادونه بايد په دې اړه بشپړه همکاري وکړي، کنه په بل صورت اسلامي دولت ځپل ناشوني ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عیسي نبیل

چي بوش اوته دواړه راشۍ لاهم داسمندري اوله ایمانه ډک طوفان راوان ده پرمخ به ځي.

ډاکتر احمدی

ډیر ښه خوشاله شوم چی د ایران او ځینی عربی ملکونو منافقت د داعش په موضوع که دنیاوالو ته څرګند شود

هیله ده چی دا نوری اسلامی ډلی او هیوادونه هم خپل ځان معلوم کړی او حرکت پیل کړی د انفجار نه نکیږی حرکت مهم دی

جغرافیه باید ونیول شی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x