افغانستان

پېټريوس: په کونړ کې ماشومان خپلو پلرونو وژلي

patriosدا د بهرنيو ځواکونو د جنايتونو او وحشتونو د پټولو يوه ناکامه هڅه ده. په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان په کونړ کې د ماشومانو د وژلو مسولين د دوی ميندې او پلرونه بللي دي.

د انټي وار خبري رسنۍ د رپوټ له مخې، امريکايي جنرال ډېوېډ پيتريوس په يوه غيرعلني غونډه کې د دې لپاره، چې په کونړ وﻻيت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون 64 تنو ملکي خلکو د وژلو پړه له ځانه لرې کړي، ويلي چې په کونړ کې ماشومان ځکه ددوى د ميندو او پلرونو لخوا سوځول شوي، چې امريکايان بدنامه کړي او د دوی پر ضد خلک راوپاريږي.

کتونکي وايي چې دا د امريکايي جنرال له خوا د خپلو جنايتونو د پټولو يوه ناکامه هڅه ده.
د يادونې وړ ده چې څلور ورځې وړاندې د کونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٦٤ تنه وژل شوي. دغې پېښې د خلکو، د بشري حقونو د فعالينو او افغان دولت سخت غبرګونونه را پارولي دي.

سپوږمۍ راډیو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x