شعـــــرونه

اوبه – دادمحمدناوک

د خړ بالښت شاته يې
لونګۍ غورځاره کړله
ده بې وېښتو ککرۍ
د شین نصوار د قوتي
اینه کې وکتله
ځان سره وډنګېده
لاړه ځواني تېره شوه
زوی يې په سوچ کې راغی
دې ته يې برګ وکتل
د زوی د قتل بدل
دا لسه کلنه پېغله
د ده تر څنګ پرته ده
ځان يې تر پام بد شو
بړستن ته يې زړه نه کېده
چې سره یوځای پرېوځي
هغې په دروند خوب کې
اړخ په ورو بدل کړ
د بنګړو شرنګ شرونګ يې
د ده په زوړ زړه کې
ځواني ور وکرله
خو دې وړه خپړه
پر مخ ورکېښوده
لاس يې تر ږيرې کش کړ
نیم ژواندې وغنګېده:
ابا اوبه خو راکړه!
۱۳۹۳-کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x