افغانستان

ناټو سرمنشي: خپلو افغان ژباړونکو ته اندېښمن یو

 

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د ناټو سرمنشي تېره پنجشنبه په ناڅاپي سفر کابله ته راغی او په کابل کې يې د خپلو عسکرو له لوري دافغان عسکرو له روزنځي وروسته د ګډ حکومت له مشر سره ولیدل.

د ناټو نوی سرمنشي جیمز سټولټنبرګ پرون په هرات کې د ناټو تر چتر لاندې له ایټاليوي پوځیانوسر وکتل او ويې ویل چې نوموړی په هرات کې د ایټالیا له پوځیانو سره د افغان ژباړونکو په اړه اندېښمن دی.
هغه وویل چې موږ په دې نه یو خبره چې زموږ له پوځي ماموریته وروسته به زموږ له افغان ژباړونکو او کارګرو سره څه کېږي.

تر دې وړاندې هم له بهرنیو سره افغان ژباړونکو په کابل او کندوز کې لاریونونه او اعتراضيه ناستې وکړي، چې د دوی غم دې وخوړل شي.

افغان ژباړونکو ټینګار کاوه، چې له دوی سره د قرارداد په وخت کې ویل شوي وو، چې د بهرنیانو له تلو سره دوی له خپلو کورنیو سره یوځای له هغوی سره ځي.

د هېواد په لویدیځ هرات کې د ناټو تر ماموریت لاندې ایټالوي پوځیان مېشت دي.

دا په داسې حال کې دی، چې څه موده وړاندې ایټالوي ورځپاڼې ایل ژورنال پخپل راپورکې د ایټالوي لوړپوړو چارواکو له خولې ویلي و، چې دوی به خپلو افغان همکارانو ته د هغو له کورنیو سره یوځای په ایټالیا کې پناه ورکړي.

د ایټالیا دفاع وزارت ویلي دي،چې د دوی لپاره يې څلور میلیونه یرو بېل کړي دي، چې د خپلو ۱۶۲ ژباړونکو او د هغوی دکورنیو لګښت پرې وکړي.

ویل کېږي د ناټو د سرمنشي دغه اندېښنه په ډاګه کوي چې لا هم په افغانستان کې د دولت مخالفین په دومره زور کې دي چې ناټو خپلو پاتې شونو ته اندېښمنوي.

تر دې وړاندې هم ځینو لوړپوړو دولتي او نظامي مسوولینو په بهر کې د پناه لپاره له بېلابېلو لارو کار اخیستی دی.

د ناټو په وروستۍ سر مشریزه کې د افغان بیرغچی جنرال بارک چې په دفاع وزارت کې فعال افسر و، هم په هغه هېواد کې د پناه په تمه تر ناستې وړاندې بیرغ په ځمکه وویشت او ځان يې د بریتانیا دولت ته تسلیم کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x