افغانستان

پخوانی قاضي القضات فضل هادي شینواری په هند کې مړ سو

fazal_hadi_shinwariنن ټکی آسیا: د افغانستان پخوانی قاضي القضات مولوي فضل هادي شینواری د 85 کالو په عمر نن په هندوستان کې مړ سو.

فضل الهادي شینواری چې د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالی د هسکي مینې په سیمه کې پیدا سوي و، د هیواد د وتلو عالمانو څخه یو وو، او د خپل اخیرني عمر چپه چې په کابل کې د حکومت په ادارو کې تیر کړی خپل نور ټوله عمر یې په درس او تدریس کې تیر کړی وو او په هیواد کې د شاګردانو شمېر خورا زیات دی.

ویل کیږي چې نومړي په طالبانو او ټولو هغه ډلو څخه چې په افغانستان کې د امریکا او نړیوال عسکرو په خلاف په مقاومت بوخت دی، غوښتني کولې چې نور خپل مقاومت بس کې او د کابل د ادارې سره یو ځای سي..چې د همدې له وجې د هیواد نورو علماوو پرده باندي نیوکي کولې او دی یې د امریکایانو لاسپوڅی بلی، مګر بیا هم د هیواد ټوله علماء او علم سره تړلي خلګو دده علم ته د قدر په نګاه کتل.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x