نظــر

د دې هیواد کاڼي او بوټي مجاهدین دي

الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم

زموږ په یاد دي، کله چې به د اشغالګرو الوتکې مجاهدینو رانسکورې او لا به یې ور له نظامي او د تیلو ټانکونه ، رینجري ، لوژیستیکي ټرکونه او ټریلرونه ورله تخریب کړل ، اشغالګرو به د خپلو شرمونو پټولو او دمورال د اوچت ساتلو دپاره د هوا په خرابوالي او تخنیکي ستونزو پړه اچوله اوهغه هم هله چې ازادو او یا نیمه ازادو رسنیو به هم ، په هره رالویدلې الوتکه او تخریب شوي تانکونو او رنجرونو کې چې اور به یې اخستی ، لا به یې مخه په شا کې ننوتلې وه ویل به یې ځاني زیان نه دی رسیدلی ، کله به یې ویل چې یو کس پکې زخمي یا وژل شوی او داسې نورې بهانې به یې کولې چې د خپلو تلفاتو کچه ډېره کمه او د مجاهدینو د تلفاتو کچه به یې څو ځلې زیاته ښودله چې عسکر یې له ویرې د جنګ ډګر پرې نږدي او لا نور نوي عسکر له برتي کولو ونه ډاریږي .

په داسې حال کې چې د دوی په هیوادو کې د هوا حالات زموږ تر هیواد ډير طوفاني وو او دی . په دې کچه او شمېر الوتکې ، تانکونه ، ګاډي او نظامي مهمات ابدا منهدم او تخریب شوي نه دي دا به کوم کم عقل زړه او ماغزو ته د منلو وړ وي، چې افغانستان کې دې په سلګونو الوتکې ، ټانکونه او مهمات یو د بل پسې کله یو یو او کله په یو وار څو یونیټونه یې تخریبیږی او خرابیږي ، هلته په کلونو څه نه پیښیږي او دلته یې الوتکې د مرغانو ، ټانکونه او نور نظامي مهمات یې د ملخانو په شان شړیږي او تخریبیږي .

د کندهار په نظامي هوایي میدان یې په شنه اسمان دومره لویه ږلۍ راښکته شوه، چې په یو وار یې ورله تر پنځوسو زیاتې نظامي الوتکې تخریب او غیرفعاله کړې ، ډېر عسکر یې ورله د کمو اوبو ویالو پسې واخستل ، افغاني غڼو او لړمانو ووژل ، زموږ غواګانې ، غوایان او اوښان ورسره په جنګ وو کرکه یې ترې کوله، هماغه افغاني عسکر چې دوی د افغان مظلوم اولس او مجاهدینو د وژلو او ربړولو د پاره روزلي ، تمویل او تجهیز کړي وو ، په دوی پسی یې د خپلو ټوپکو او کلاشینکوفو شپیلۍ را وګرځولې په لسګونو او سلګونو یی جهنم ته ولیږل ، تر ټولو حیرانونکې او خندااوره دا وه چې د دوی لوی مداري غلام ( کرزي) هم دې اشغلګرو ته د ظالمانو ، فریب کارو ، زمونږ د بیګناه اولس وژونکو او وحشیانو نوم واخست او هغه د غلامي تړون لاسلیک کول یې ورسره حتی د یو افغان غلام ریس جمهور د پاره هم د خجالت ، بې غیرتي او بې ننګي سبب وګڼلو ، څومره حیرانونکې ده ؟ چې غلامان یې هم ترې کرکه لري ایا دا د اشغالګرو د اخري کچې ذلت ، رسوایي او شرمیدلې ماته نه ده ؟ دا که زموږ کاڼي بوټي، وچه ، لمده غرونه او سیندونه مجاهدین نه دي نو څه دي ؟

زموږ ارګ هم مجاهد دی !!

د نړۍ هر هیواد د خپل مشر دپاره ځای ناستی لري، زموږ د اولسمشر ناستې ځای ته ارګ وایی ارګ زموږ د هیواد او پایتخت زړه او ماغزه دی ، د کابل په زړه کې قرار لري ، زموږ د اولسمشر ماڼۍ ( ارګ ) تر نورو ځینې ځانګړتیاوې لري او هغه ځانګړتیا یې دا چه د نور هیواد په شان کاڼي بوټي یې مجاهدین دي، ارګ هم مجاهد دی، د مجاهدینو په مخ یې دروازې خلاصې ، هر وخت چې وغواړي اهدافو ته ځان رسوي، ځان رسولی شي. تر دې چې په غلام کرزي یې د ارګ دننه د هغه په دفتر کې یرغل وکړای شو. ارګ زموږ د جمهوري ریاست د ادارې مرکز، او د قوماندې مورچل دی ، ارګ زموږ دهیواد او پایتخت سر او شارګ ته ورته دی. که د ارګ مشر پردی شو اولس غلام اوهیواد پردی دی د دغه شارګ په نیولو ټول هیواد ناتوانه او بې ځانه کیږي ، مګر دا چې زموږ هیواد د لویو قدرتونو دپاره هدیره ده ، د هیواد کاڼي بوټي مجاهدین دي، کابل او ارګ هم مجاهدین دي ارګ خپلې سپیڅلې غېږ کې غلامانو ته ځای نه ورکوي که په زور ورشي. په وینو یې ورله نکریزي ږدي ، خوشاله ، لیواله او ژوندي ورشي ، مړئ، سرځوړئ شرمیدلئ او د زبیرګو سره ترې تښتي د تره کي په شان یې د بالښتونو لاندې یې وژني ، د نجیب په شان کولمې یې د هوا د مرغانو خوراک او لا یې د امین شان د خپلو بادارانو د توپونو نښه شي .

د استعمار دښمنی د دښمنانو پرتله دوستانو سره زیاته وي، کله چې یې په کار نه وي ، روسانو د سردار داود په واسطه سلطنت ته د پای ټکی کیښودلو په داود یې کمونستان پیاوړي او مجاهدین کمزوري کړل، تر دې چې د پوره کمونستي حکومت په رامنځته کولو یې داود او د هغه د ټولې کورنۍ کولمې یې د ارګ په ونو کې ځوړندې کړې ، د نجیب په مشرۍ دا کار ترسره شو، الله ج د نجیب او ورور کولمې بلمثل په ونو کې وځړولې . زموږ مجاهد ارګ که پرون د امین ، کارمل او نجیب په وینو پښې- لاسونه سره کړل ، نن سبا کې به د زلمي ، کرزي ، عین او غین په وینو هم پښې لاسونه سره کړي وایی. نن دی که سبا دی * دا مال د زرغونشاه دی .

مېږي ته چې الله ج په قهر شي وزرې ورکوي

نړیوال استعمار او غلامانو ته الله ج په قهر شو چې زموږ مجاهد هیواد ته یې په کږو سترګو ولیدل ، د الله ج د قهر مستحق شو ، که روسانو او غلامانو ته یې ورله پرون له ارګه مرګ جوړ کړو ، انګریزانواو غلامانو ته به یې ورله نن په ارګ کې د مرګ وزرې جوړې کړې په ( مزاري ، مسعود ، رباني ، داود ، فهیم او خالد ) څه ونه شول، هماغه مرده رقص په دوی ترسره شو او نور هم په لین کې ولاړ دي. الله ج هر چا ته د هغو د شان مناسبه سزا ورکوي ،د نجیب او ورور کولمې یی د داود او د هغه دکورنۍ د کولمو په شان په ونو کې وځړولې همدارنګه به د زلمي ، کرزي ، (ع) او (غ) برخلیک وي،جنازې به یې له ارګه ډېر ژر راووځي ، کله به یې باداران د غلامانو اوکله به یې غلامان د بادارانو د راوتلو ننداره او تماشا کوي .

مجاهدین ، نه غلامه اداره د خپلو خبرو او نه د خپلو جنګونو سیالان ګڼي. غلامه اداره د اشغالګرو اله او وسیله ده ، د اصلي بادارانو سره یې باید جنګ یا جوړه وشي. د اشغالګرو په لیرې کولو الې او وسیلې لیرې کیږي. غلامه اداره زموږ دمظلوم اولس د وژلو ، ځورولو ، لوټولو او بې عزتیو دپاره اله او وسیله ده ، اشغالګر زموږ د جنګ سیالان دي ،اشغالګر زموږ او موږ د اشغالګرو په ژبه ، خوی ، بوی او تاکتیکونو پوهیږو چې موږ څه غواړو او هغوی څه غواړي. زموږ ایمان او مورال هغوی او د هغوی ایمان او مورال موږ ته په ګوته شوی او په ډاګه شوی دی .د همدې امله یې د روسانو په شان اوښانو کې پړي اچولي. د روسانو په شان د شرمیدلو ماتو سره مخ دي د میدان اخري لوبغاړو کي اخري ګټونکي نړیوال ګټونکی او نړیوال قهرمان اعلانیږي، یعنی د افغانستان مجاهدین له الله ج وروسته د نړۍ سوپر پاور جوړ شو. مهمه نه ده چې زموږ او د دوی ترمنځ د وسلو او مادي امکاناتو څومره توپیر دی جنګ په پیسو ، وسلو او وسیلو نه بلکې په ایمان او مورال ګټل کیږي .

نړیوال استعمار چې د افغانستان د غریبو مګر ایماندارو مجاهدینو په مقابل کې ورته د شرمیدلې ماتې اقرار اسانه خبره نه ده ، دخپلو اوړو پوزې کیښودولو دپاره غواړي، چې د خپل وحشت له اخري اړونده کار واخلي چې هغه زموږ د جهادي روحیه په قومي جنګونو بدلول دی. دا کار به د ع او غ په شمال او جنوب ټلوالو رامنځته کوي داچې د اسلامي امارت په صفوفو کې هر قوم غړیتوب لري، کیدای شي د خپلو معتصم بالله په شان پلورل شوو په واسطه د مجاهدینو تر منځ هم د نفاق تخمونه وکري ( مګر هغه چې الله ج مجاهدین د دجال له دې فتنې هم وژغوري ) یعنی په دغه وسیله به جهادي روحیه په قومي تعصباتو او دښمنیو بدله کړې . دا د دوی اخري شوم پلان دی، که ګټه ورته وکړي او د اوړو پوزه یې په مخ کیښودل شي دا چې الله ج څه کوي د الله ج د کړنو او پلانونو څوک مخه نه شي نیولی تل دنړۍ وحشیانو ته په کمزورو شرمیدلې ماتې ورکړي او د ځمکې له مخې یې لیرې کړي .

زموږ اصلي او اولي دښمنان د دموکراسۍ شیطاني نظام دی ، د الهی دین او شیطاني دین ، دا د حق او باطل جګړه د ژوند له اولو شیبو پیل او د ژوند تر اخره به دوام لري. استعمار به تل د کارمل ، زلمي او کرزي په شان ګیدړان له کومو سوړو را باسي او د مرګ سره به یې زموږ ارګ ته لیږي .

د دوی ملامتیا نننۍ نه ده ، دوی موږ په پرونیو کړنو ملامتوو ، چې د څو ډالرو په خاطر یې د غلامي کرغیړن ځنځیرونه په غاړو کې واچول چې له امله یې ضمیرونو له ناپاکه بدنو هجرت وکړو ، د ضمیرونو خاوندان د ملامتیا او نه ملامتیا احساس کولای شي ، همدا چې ضمیرونو ترې هجرت کړی وي. د ملامتیا احساس نه لري ، ته د مغز پریمنځل وایي ، د بې ضمیرو په زړونو اومغزونو د اسلامي نظام په ځای شیطاني نظام حاکمیت لري، چې په بیه کې یې افغانیت ، اسلامیت او انسانیت بایللی وي .

رولا په غني او برنارد په زلمي د کرام الکاتبین په شان په دواړو اوږو ناستې دي، د دوی مشاورې ، پولیسې او په دوی حاکمیت لري ، د دوی ماندینې نه بلکه د دوی مړونه دي . د خلیل زاد سره د برنارډ ماسونیستي عیسوۍ واده کول د همدې خاطره وشو ، په نظر کې وه چه خلیل زاد به د افغانستان اولني جمهور ریس جوړیږي. مګر شاهین مرغه لومړی د سیرت او بیا د کرزی ( چې د کندهار د پښتنو د پوپلزو له قبیلې وو) په اوږو کیناست سیرت ازبک او زلمی نیمه پښتون او په پښتو یې رواني خبرې نه شوای کولای . دا چې افغانستان کې پښتانه زیات او جنګ هم د پښتنو سیمو کې دی، د پښتنو د ویشلو د پاره یې دا په نظر کې نیولې وه، چې حکومت به د نورو مګر جمهور ریس به له پښتنو ټاکي تر څو پښتانه د پښتنو مجاهدینو سره یو موټی او یوه خوله نه شي .

 ومن الله التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد اصف

الحاج اوستاذبیانزی صیب ! الله جل جلاله دی په عمر ، علم پوهه ، او نیک عمل کی برکت واچوه ، حقیقت دی بیان کړی ، الله جل جلاله دی له ټولو اسلامپاله مسلمانانو سره سره له مونږ یو ځای جنت ته داخیل کړه امین دا نن ټکی اسیا چی نوی زړه به می ډير پسی خفه وی حق په هرپاڼه کی تل پټ وی خو نن ټکی اسیا کی بیا ښکاره وی حق ته حق ویونکی ګرانو افغانانو د اصلی مسلمانانو د کاله وی چی څوک حق پټوی رب دی رسوا کړی که مو ورور که مو هر خپل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx