ټکنالوژي

نوی لاوډ سپیکر چې ستاسې امرونه اجرا کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): امازون (Aamon) کمپنۍ څخه مخکې مایکروسافټ کمپنۍ داسې لاوډ سپیکر جوړ کړی وو چې د کاروونکو په امر چلیده او ایکس باکس ون (Xbox one) کې د استعمال وړ و؛ خو دغه ټکنالوژي ډیرې زیاتې نیمگړتیاوې لرلې؛ خو اوس داسې ښکاري چې امازون کمپنۍ په هغه څه کې کامیابه شوې چې له دې مخکې مایکروسافټ کمپنۍ پکې ناکامه شوې وه.

دغه لاوډ سپیکر چې ایکو (Echo) نومیږي د بلوتوت په وسیله وصلیږي چې مایکروفون يي همیشه فعاله وي او د کاروونکو امرونه اوري.

امازون کمپنۍ په وینا دغه لاوډ سپیکر د کاروونکو په امر کولی شي موسیقي وغږوي، خبرونه وړاندې کړې، کاروونکو سوالونو ته ځواب وايي او زنگداره ساعت هم برابرولی شي.

دغه لاوډ سپیکر فعالولو کوډ الیکسا (Alexa) دی.

امازون کمپنۍ وايي چې ایکو به ستاسې غږ حتی موسیقي چلولو پر وخت هم واوري او عملي به يي کړي. ایکو ۹ انچه سلینډر ته ورته شکل لري. دغه لاوډ سپیکر خپل سیسټم کې ووفر (woofer) هم لري.

ایکو به ټول انډروایډ سیسټم لرونکي سمارټ فونونو سره هم وصل کیدی شي. امازون کمپنۍ وايي چې هغوي غواړي دغه لاوډ سپیکر ته نوره هم وده ورکړي.

ایکو د پیریدلو لپاره بازار ته وړاندې شوي او بیه يي ۱۹۹ امریکايي ډالره ده چې امازون خاص کاروونکو ته به دغه ایکو یوازې ۹۹ امریکايي ډالر په بدل کې ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x