شعـــــرونه

افغان شازلمي ته

استاد فضل ولي ناګار

چې رنگ ښکاره کړ زماني دخپل ايين زلمیه
دکربلا وینو (حسین رض)کړ لا حسین زلمیه

ستا د نظر کمند په ستورو کهکشان غورځیده
چې افقونه دې څارل لکه شاهین زلمیه

دالیشیا زړه کې ستا تکبیر د اسرافیل شپیلۍ ده
ته يې دختیځ فاتح د رب(ج) ایت مبین زلمیه

دغزا ډول په زمزمو و تا بوتان ماتول
هسې لښتې و ستا ښپو لاندې اباسین زلمیه

دحق په لار دوینو نذر ولولې ولولې
چې د تلپايې ژوند انځور دې کا رنگین زلمیه

نامرد تهذیب یې د ویاړونو مینار کله لري
دستا ویاړمن میوند دستا خیبر خټین زلمیه

په مصنراب ووهه تالونه د (رحمن) دسورت
روح (مزمل) دزړه تصدیق کړه دليين زلمیه

غږ په اسمان کې پخپل نوم دمباهات واوره
ستا په دعا پرښتو ووایه امین زلمیه

ځمکه مو فرش اسمان مو چتر الا الله موغذا
زموږ سیالي چې کوي لمانځي به خپل تلین زلمیه

لکه دستورو دخیال غشې یې دغزل په لېنده
وېل تندریزو شپو ناگار ته افرین زلمیه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x