افغانستان

د کندز د فدايي برید په اړه طالبان او حکومت بیلا بیلي ادعاوي کوي

Emam_Saheb_district_of_Kunduzنن ټکی آسیا: نن د کندوز ولایت د امام صاحب په ولسوالی کې یوه درنه چاونده وشوه چې له امله یې د ځایي مسولینو په خوله تر اوسه 26 تنه وژل شوي او 37 نور ټپیان شوي دي.

ځايي مسولین وایی چې برید د یو ځانمرګي له خوا تر سره شوی، او اکثره مړي یې ځايي او ولسي خلګ دي چې دلته د دفتر مخته ددې لپاره را غونډ شوي وه چې ځان ثبت کړي او تذکرې تر لاسه کړي.

د بلي خوا د طالبانو په وېب پاڼه کې په یو خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې ددوی یو فدايي نن ماسپښين دوې بجې د کندز ولایت په امام صاب ولسوالی کې د جلب او جذب په مرکز برید کړی چې له امله یې 72 کسو ته مرګ ژوبله اوښتي.

خبر ویلي چې په دغه برید کې اکثره وژل شوي کسان هغه څوک دي چې اربکیان ورته ویل کیږي او دلته ددې لپاره را ټول سوي وو تر څو په کندز کې د چور او چپاول لپاره رسمي د ملیشو یا اربکیانو په نامه ځان ثبت کړي.

دوی ویلي چې دغه قهرمان مجاهد محمد داود نومیده چې د لوګر ولایت اوسیدونکی وو، او ځان ته یې ددغو خلګو په منځ کې انفجارورکړی.

دوی په خبر کې یو ځل بیا په دغه خبره تاکید کړی چې دغه کسان عام خلګ نه بلکی د اربکی په نامه د ځان د ثبتولو لپاره را ټول شوي خلګ وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x