نظــر

د سولې غله شورا د طالبانو په نوم څوک تسليموي! يوه رښتونې کيسه

صفی الله صابر

په دې خو ټول پوهېږو چې په هېواد کې د روان انډوخر له برکته رسنۍ هم څنګه چې له شمېر ووتې، دغسې يې د خپل مسلک او خپلې دندې پروا هم ونه ساتله، چې څه ورته له پورته خواو وويل شول، کټ مټ يې خپاره کړل، پرته له دې چې خپله بې طرفي وښيي او پرته له دې چې د خبر په اړه تحقيق وکړي.

 بدبختي دا ده چې ټول په يوه خوله درواغ وايي ، خو د درواغو څرنګوالی يې بيا بدل وي، البته ځنې رسنۍ مستثنی دي.

د دغو درواغو په لړۍ کې رسنۍ وخت ناوخت د وسله والو د مرګ ژوبلې او د هغو د تسليمېدو په اړه خبرونه خپروي، که د دفاع وزارت وويل چې ۴۰۰ وژل شوي، نو وژل شوي، که يې وويل چې ۱۰۰ تنه طالبان تسليم شوي، نو داسې نر دې پيدا شي چې ووايي چې يا نه دي تسليم او يا شمېره ډېره ښودل شوې، همدا وسله وال يې که بېرته رد کړي او د ډېرو کمو رسنيو له لارې يې پيغام خپور شي ښه ده، که نه نو هسې هم خپره ده.

څو ورځې وړاندې هم رسنيو خبر خپور کړ، چې په فلانۍ ولسوالۍ کې ۲۰ تنه وسله وال د سولې له پروسې سره يوځای شوي دي، خوشبختانه زما سره ناست ملګری د همدې ولسوالۍ و، خبر مې په زوره ورته ووايه، هغه وخندل.

ما ويل ولې؟
وايي درواغ وايي، په دې کې يو ځل زه هم خرڅ شوی وم.
چېرته؟
کابل کې؟
هغه څنګه؟

کيسه يې پيل کړه: د کابل په يوه ځای کې مې کوټه وه، هلته اوسېدم، د کابل له نورو ځايونو به مې کله ناکله ملګري کوټې ته راتلل، په ملګرو کې هر ډول خلک و، دوه تنه چې په دولت کې يې دنده هم درلوده، کوټې ته به ډېر راتلل، يوه ورځ ورسره يو مېلمه هم راغی، شناخت مو سره وشو، له پيله يې داسې چلند کاوه لکه پخوانی ملګری، له څو واره تګ راتګ وروسته يې ويل چې … ته چکر وهو، خپله ولسوالۍ يې ياده کړه، څو تنه ملګري راټول شو، چکر مو وواهه، خوشحاله راستانه شو، وروسته به د اونۍ په اوږدو کې په خپلو کارونو بوخت و، خو د پنجشنبې په ورځ به خامخا د قرغې، پغمان، شمالي، يا کوم بل ځای په چکر وتلو، ډک موټر ملګري به و او ښه تفريح به مو وکړه.

سړی بد نه مالومېده، ځکه موږ هم ډېر څنګ نه ترې کاوه، احيانا به داسې وشو چې ده به د ځای له ښودو پرته په کوم لور روان کړو، موږ به چې وپوښت، ويل به یې چې څه يې کوئ خو راځئ سم ځای ته مو بوځم، يوه ورځ يې همداسې غږ وکړ، په تلفون يې راته وويل، فلانکي سړک ته راوځه، ټول انتظار يو، چکر وهو، زه له پخوا تيار وم، ښه مې ورته وکړه، سړک ته ورغلم، نږدې ۱۵ تنه ملګري راټول و چې ډېر مې پېژندل، په موټر کې سپاره شو، ملګرو ويل چې دار الامان ته روان يو، ما هم څه ونه ويل، ما ويل البته د داود خان تپې، يا دار الامان قصر ته به ځو، چې له لېسې حبيبيې تېر شو، موټر ښي لور ته راوګرځېد او لږه شېبه وروسته يې د يوه ځای مخې ته ودرېدو، ښه ډېر نظامي کسان ولاړ و، وارخطا شوم چې څه کيسه ده، چپ لوري ته مې چې وکتل پر يوه لوحه مې سترګې ولګېدې، داسې څه عبارت پرې کښلی و، (مرورو طالبانو ورونو، د سولې او پخلاينې دفتر ته ښه راغلاست)، لاندې يې په پارسي ترجمه شوې وه، د پهره دارانو له تلاشۍ چې تېر شو، سړی مې له لاسه ونيو، ورته مې وويل، اشنا موږ ته خو د ځان بيه هم نه ده مالومه، په څو دې خرڅ کړو؟ هغه وويل، دا د سوال ځواب ځای نه دی، وروسته به غږېږو، خو ښه غوړه ډوډۍ او شوړه په کې شته.

دا يې هم راته وويل چې ګورئ که خبرنګاران راغلل چې خبرې ورسره ونه کړئ، ورته ووايئ چې مشرانو اجازه نه ده راکړې.

متوجه شوم د تېښتې لار هم نه وه، له ناکامه ورسره روان وم، دننه د دفتر کارکوونکو راته ډېر په جوش ښه راغلاست ووايه، الله مو راوله، په خير راشئ په خير راشئ، په خير راشئ.

په ښايسته خونه کې يې کښېنولو، اصل سړی له همدې ځايه غيب شو، البته د کړې سودا مال به يې ترلاسه کوو، څه کسان راغلل، نوم، د پلار نوم، د اوسېدو ځای، ولسوالۍ او ولايت په اړه يې پوښتنې پيل کړې، دا هر څه يې له ځان سره ليکل، ما ته چې راورسېدل، خپل هر څه مې غلط وروښودل.

د ډوډۍ پروګرام له مخکې نيول شوی و، له کېناستو لږ وروسته يې ډوډۍ راوړه، داسې څه په دسترخوان ايښي و چې لومړی ځل مې ليدل، دلته پوی شوم چې سړي د دې خلکو په مشوره کار کړی دی، هغه شته وارخطايي مې لرې شوه.

د سولې د شورا مشري هغه وخت د صبغت الله مجددي په لاس کې وه، وروسته دفتر هم د ولسمشرۍ ماڼۍ ته انتقال شو او مشري يې هم د نورو شوه، لږه شېبه وروسته صبغت الله مجددي راغی، له تود روغبړ وروسته ودرېد، لومړی یې د سولې په اړه د قرآن کريم يو آيت تلاوت کړ، ويل يې چې مومنان سره ورونه دي او د دوی تر منځ صلحه وکړئ، کمرې راورسېدې، عکسونه او ويډيوګانې شروع شوې، ما خپل څادر په سر راسم کړ،  مجددي ويل، تاسو زموږ ورونه ياست، هر څه چې غواړئ موږ درسره تيار يو، که پوهنتون ته ځئ، رسمي مدرسو ته ځئ او که په دولت کې دنده ترسره کوئ، موږ تيار يو، که د چا کور نه وي، نمرې هم ورکوو، ډېرې نورې خبرې يې وکړې، بيا يې ځنې لستونه راوښودل، نږدې د ۷۰۰۰ کسانو په اړه مالومات په کې و، ويل یې چې دا ټول مرور ورونه له تاسو مخکې له موږ سره پخلا شوي، په زړه کې مې وخندل.

وروسته يې د يو يو تن نوم اخست، او په يوه کاغذي خلته کې بند مکتوب او افغانۍ يې ورکولې، هر چا خپله برخه واخسته، ما خلته خلاصه کړه، ملګري راته د درې زرو افغانيو ويلي و، خو په خلته کې ۵۰۰۰ وې، هغه مې جېب کې واچولې، د پهره دارۍ له ځايه لا نه و وتلي چې ملګری راورسېد، له ټولو يې خلتې واخستې، ما چې پرته له پيسو خلته ورکړه، پيسې يې وغوښتې، ما ويل دې کې نه وې، بېرته يې منډه کړه او له دننه يې ۵۰۰۰ نورې راوړې، مکتوبونه يې راکړل، پيسې يې له ځان سره ونيوې، مکتوب مې ولوست، خپل ځای مې ورته لغمان ښودلی و، د لغمان والي ته يې ليکلي و، چې دا ورور د سولې او پخلاينې له کميسيون سره يوځای شو، د ژوند اسانتياوې ورته برابرې کړئ او لازمه مرسته ورسره وکړئ، مکتوب مې هملته په موټي کې راغونډ کړ او کثافت داني ته مې وغورځاوه، چې بېرون راووتو، سوداګر ملګري له ټولو دوه دوه زره افغانۍ بېلې کړې او درې درې زره يې ورکړې، ويل يې چې تاسو ته مې د ۳۰۰۰ افغانيو ويلي و، چا يې خبره رد نه کړه.

بيا هر سړی په مخه ولاړ، ما له دې تن سره ورو ورو ناسته ولاړه پرېښوده، ښايسته موده وروسته مې له څو همدغو ملګرو سره وليدل، پوښتنه مې ترې وکړه چې څه مو وکړل، ټولو ويل چې واليانو ته ورغلو، څوک پوهنتونو ته تللي ول، څوک وظيفو ته تللي و او چا هم د خوګياڼو د چمتلې په ډاګ کې نمرې ترلاسه کړې وې، زه يې ډېر تشويق کړم، خو ما پخوا لاسونه مينځلي و.

وروسته خبر شوم همدغه تن نور جوپې هم بوتللې وې او پر سر يې پيسې اخستې وې، يوه تسليم شوي طالب (!!!) ويل چې موږ ته يې زاړه ټوپکونه هم راپيدا کړي و، هغه يې راکړل، تصويرونه يې واخستل او فلمپوري يې وکړه.

بيا پوی شو چې د سړي همدا دنده ده، او د سولې عالي! شورا اړ ده چې همداسې وکړي، هلته د ډالرو مالومه برخه اخلي، د هغې لپاره بايد څه دروغ شواهد خامخا جوړ کړي، که نه بيا خو يې د دغو مزو د بقا لپاه خطر جوړېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zarifi

ما ته مي هم یوه ملګري دا قصه وکړه چي یو وخت موږ خپل ولایت زابل ته ددې أاره ولاړو چي زموږ دسیمې تقریبا دوو لس کسان بندیان ول دا هغه وخت بندیان شول چي لس ور ځې مخکي وسیمې ته قوه راغله دا وخت مجاهدین په سیمه کي نه ول نو یې دوکانداران بزګران او هغه ملایان چي له خپلو کورونو یې دمسجدو ملایۍ کولې ځکه په سیمه کي عسکرو ملا نه پریښود نو مجبورا دې خلکو وکلیوالو ته لمنځونه ور کول نو چي کله دوه موټره خلک چي تعداد یې وشلو او دوه ویشتو ته رسیدو برابر شو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x