عطا محمد نور : میلیاردر نه یم

نن ټکی اسیا ( شنبه، د لړم۱۷مه،۱۳۹۳ل): د بلخ سرپرست والي او د جمعیت اسلامي مخکښې څېرې عطا محمد نور د هغو ګنګوسو په اړه، چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې د ده د بې ساري شتمنیو او پانګو په اړه خپرې شوې، په کلکه رد کړې.

ښاغلي نور د خپل فیسبوکي پاڼې له لارې هغه کسان ننګولي، چې ده ته د میلیاردر په نظر ګوري او وايي، که هر څوک د ده د میلیاردي پانګې څرک ولګوي؛نو هغه ته به یې ور وبخښي. نوموړي دا هم لیکي ، چې په اداري فساد کې لاس نلري او د خپلو ملکیتونو او غصب کړیو ځمکو په اړه یې ویلي، چې په بلخ کې محدود ملکیتونه  لري.

د نور د څرګندونو له مخې، نوموړی نه په هېواد کې دننه او نه هم له هېواده بهر داسې بانکي حساب لري، چې سلګونه میلیونونه ډالر دې پکې وي.

د عطا محمد نور په وینا : « میلیارد ډالر پرېږدئ، سلګونه او سلګونه میلیونه ډالر هم پر خپل ځای پرېږدئ، که هر څوک په دې بریالی شو، چې زما یا زما د کورنۍ په نوم آن پنځه ملیونه ډالر پیدا کړې، زه به ټول موندونکي ته ورکوم.»

عطا محمد نور د خپلې پانګې او شمتنۍ کره اندازه نه ده په ډاګه کړې، خو وايي په خپلو بانکي حسابونو کې تر پنځه میلیونه ډالر کمې پیسې لري.

ښاغلی نور لیکي : « چې پر خپل کور سربېره څو نور استوګنځي لري، چې په یوه کې يې سیاسي دفتر او نور یې په کرایه ورکړل شوي. »

د بلخ والي همداراز له دې پرته چې د چا نوم واخلي، لیکي، چې ځينې دوستان یې د نفتو او تیلو په استخراج کې هم ښکېل بولي؛ خو وایي، په مزار شریف ښار کې د طارق نور په نوم یوازینی د تیلو پمپ لري. همدارنګه د میترا په نوم د تلویزیون او په بلخ کې د «خانه مولانا» په نوم مؤسسې خاوند هم دی پخپله دی.

د یادونې ده، چې عطا محمد نور د ولسمشریزو انتخاباتو پر مهال د عبدالله عبدالله تر ټولو سرزوری او غښتلی ملاتړ او د اشرف غني احمدزي د ټيم تر ټولو ستر حریف او مخالف بلل کېده.

ولسمشر غني د نوموړي د بې پروايي او زور ښودلو په اړه په یوې غونډه کې ویلي ول، چې عطا محمد نور ځکه دومره په زغرده د ده د بریا مخنیوی او مخالفت کوي، چې د خپلې خپلسرې واکمنۍ زوال پکې حتمي بولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د