افغانستان

يو فرنسوي او بل استرالي عسكر ووژل شو

french_killed_in_afghanistanنن ټکی آسیا: د فرانس حکومت په خپله یوه بیانیه کې ویلي چې ددوی یو عسکر وړمه ورځ د کابل په شمالي شرقي سمیه کې د وسلوالو طالبانو سره په نښته کې ووژل شو، او دوه نور ټپیان شوه چې د یوه صحي حالت ډېر خراب دی..

بیان ویلي چې ددوی یوه عسکري ګزمه په کابیسا ولایت کې د طالبانو د یو کمین سره مخامخ سوله، چې په نتیجه کې یوه د ټانګ زد مرمی په عسکري موټر کې وموښتله چې له امله یې یو عسکر مړ او دوه نور ټپیان شوه، چې په هغو کې د یوه ټپونه ډېر شدید دي.

ددغه عسکر په وژلو د اسټرالیانو د رسمي اعلان شوو مړو شمېر  54 ته رسیږي.
د بلي خوا استرالیایي حکومت پرون په یوه بیانیه کې ویلي چې ددوی یو عسکر چې په افغانستان کې د اولني ځل لپاره د عملیاتو لپاره وتلی وو، دشنبې په ورځ د طالبانو له خوا په مخامخ مرمیو په نښه شو، او ځای پر ځای یې ساه ورکړه..
اعلامیې ویلي چې ددغه عسکر سره یو افغانی مترجم هم وژل شوی دی..
اسټرالیا په افغانستان کې 1500 عسکر لري، چې تر اوسه یې د رسمي اعلان سوو مړو شمېر 23 ته رسیدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x