د یوه حدیث شرحه (دیارلسمه برخه)

لیکوال: حامد افغان

2ـ دویم درجې لوړوونکي

إفــــــشاء الـــــــــسلام

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
ژباړه : پرتاسو دي سلامتیا وي ، اوپرتاسو دي دالله رحمتونه او دهغه برکتونه وي . لومړی باید د دې جملې معنا تشرح کړو ، په دي مبارکه جمله کې دری مهم نومونه او اسمونه راغلې دي . سلام ، رحمة او برکة .

لومړی السلام

السلام دالله جل جلاله له صفاتو نه یو صفت ده او معنا یې سلامتي ورکوونکی ده او دلته یې موخه امن ، سلامتیا ارام او سوکالي ده یعني کله چې یو مسلمان بل ورور ته ووایې السلام علیکم ، مطلب یې دا شو چې پرتاسو دي سلامتیا وي ، ارام او سوکاله اوسﺉ ، سلامتیا او ارام د ژوند اساسي شرط دی که دچا په ژوند کې سلامتیا ، امن او ارام نه وي د ژوند له نورو خوندونو هیڅ خوند نشې اخیستلی .

دویم الرحمة

رحمت دالله جل جلاله د دوو لویو صفتونو (رحمن او رحیم) مصدر دی، په قرانکریم کې د دي لوی صفت یادونه 79ځله شوې ده او معنا یې ده رافت, نرمي او له هرې ستونزي او مصیبت نه خوندې کیدل ، اودټولو ګناهونو او تیروتنو بښنه او مغفرت ، کله چې یو مسلمان بل ته د سلام له لومړۍ جملي وروسته ووایي: ورحمه الله، یعني پرتا دي د الله رحمتونه وي خدای دي روغ لره الله دي ټول ګناهونه وبښه .

دریم برکة

یعني پرتاسو دي دالله برکت وي برکت په هرشي کې زیادت ، منفعت او د هر شي ګټور کیدلو ته وایي یعني که په خوراک، مال ، شتمني او اولاد کې برکت نه وي دانسان نه په ښمرکیږي او نه ګټه ورنه اخیستلی شي مطلب داشو چې ستا په مال ، اولاد او شتمني کې دي الله برکت ، زیادت او منفعت واچوي .

دسلام کولو فضیلت

(1) د یوه مسلمان بل ته سلام کول د اسلام له مهمو سنتو او سترو نښو بلل کیږې ، سلام د خدای جل جلاله نوم دی او د امن ، روغتیا او ارامي معنا لري ، په حدیثو کې د سلام کولو او سلام عامولو خورا ډیر فضیلتونه او ثوابونه راغلې دي ، چې څو یې دلته را اخلو : رسول الله صلي الله علیه وسلم ته یوه سړي وویل : کوم اسلام غوره دی ؟ یعني په اسلام کې کوم عبادت غوره دی ، هغه ورته وویل : خلکو ته خوراک ورکول ، که څوک پیژنې یا یې نه پیژنې سلام ورته کول ، عن عبد الله بن عمر أن رجلاً سأل رسول الله: أي الإسلام خير؟ قال: تطعم الطعام، وتقرأ السلام على من عرفت ومن لم تعرف . ( متفق عليه) .

(2) سلام د مسلمانانو په منځ کې مینه او محبت زیاتوي ، او د سلام په برکت سره له زړونو نه کرکه او نفرت لرې کیږې داراز په سلام سره د مسلمانانو په منځ کې پیژندګلوي اوشناخت هم راځي . کله چې د دوو مسلمانانو ترمنځ کوم خپګان او خوابدی راشي او څه وخت وروسته د دوی دواړو یو یې بل ته سلام وکړي هغه خوابدی او خپګان هرڅه له منځه ولاړ شي او په منځ کې یې مینه او محبت پیدا شي . رسول الله صلي الله علیه سلم وایې : تاسو جنت ته نشئ ننوتلئ څو پوره مومنان نه شئ او پوره مومنان نشئ کیدلی ترڅو په خپلو کې له یوه بل سره مینه ونکړﺉ ، ایا زه تاسو ته داسې شی در ونه ښیم چې په کولو سره به یې ستاسو په منځ کې مینه زیاته شي ؟! په خپلو کې یوه بل ته سلام کول زیات کړﺉ . عن أبي هريرة-رضي الله عنه- قال: قال رسول الله-صلى الله عليه وسلم-: لا تدخلون الجنة حتى تؤمنوا، ولا تؤمنوا حتى تحابوا، أو لا أدلكم على شيءٍ إذا فعلتموه تحاببتم؟! أفشوا السلام بينكم . (أخرجه مسلم في صحيحه) .

(3) د یوه مسلمان بل ته سلام کول د دوی دواړو ګناهونه تویوي په یوه حدیث کې راغلې دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: بې شکه یو مومن چې له بل سره مخامخ شي ، سلام ورته وکړي ، او له لاسه یې ونیسي روغبړ ورسره وکړي ، د دواړو ګناهونه داسې ورژیږي لکه د ونې پاڼې چې رژیږي . عن حذيفة أن النبي-صلى الله عليه وسلم- قال: إن المؤمن إذا لقي المؤمن فسلم عليه وأخذ بيده فصافحه تناثرت خطاياهما كما يتناثر ورق الشجر. رواه الطبراني، وقال الألباني: “صحيح لغيره”؛ كما في صحيح الترغيب والترهيب، رقم(2720).

(4) داراز سلام نه کول په حدیث کې تر ټولو زیات بخل بلل شوی دی ، په روایت کې راغلې دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایي: ترټولو عاجز انسان هغه دی چې په دعا کې کمزوری او عاجزه وي ، او ترټولو زیات بخیل هغه څوک دی چې په سلام بخل کوي . عن أبي هريرة – رضي الله عنه- قال: قال رسول الله-صلى الله عليه وسلم-: أعجز الناس من عجز في الدعاء، وأبخل الناس من بخل بالسلام . رواه الطبراني ورجاله رجال الصحيح، وقال الألباني: “حسن صحيح”؛ كما في صحيح الترغيب والترهيب، رقم(2714).

(5) د مسلمانانو ترمنځ د میني او محبت د لزوم او وجوب لامله د دوی په منځ کې له یوه بل سره خوابدی ، خبرې نه کول او یوه بل ته سلام نه کول حرام او ناروا بلل شوې دي ، رسول الله صلي الله علیه وسلم وایي: مسلمان ته نده روا چې خپل ورور له دری ورځو زیات پریږدي یعني ورسره خپه شي ، او دمخامخ کیدلو په مهال له یوه بل نه مخ اړوې ، په دوی دواړو کې غوره یو یې هغه دی چې په بل باندي په سلام کولو کې مخکې شي . عن أبي أيوب-رضي الله عنه- عن النبي -صلى الله عليه وسلم- أنه قال: لا يحل لمسلم أن يهجر أخاه فوق ثلاث، يلتقيان فيصدُّ هذا ويصدُّ هذا، وخيرهما الذي يبدأ بالسلام . رواه البخاري ومسلم .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د