ورزش

کرکټ: شکیب الحسن د نړۍ درېیم الراونډر شو

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۷مه، ۱۳۹۳): د زیمبابووي او بنگله دیش تر منځ دوهمه لوبه د جمعې په ورځ پای ته ورسیده کومه لوبه چې شکیب الحسن د بنگله دیش تکړه الراونډر د نړۍ په کچه درېیم الراونډر کړ.

دغه لوبه کې شکیب الحسن سلیزې وهلو سربیره د سیالې لوبډلې ۱۰ لوبغاړي وسوځول چې د کرکټ په تاریخ کې دغه لاسته رواړنه یوازې د پاکستان عمران خان او انگلینډ کې این بوتم وو.

زیمبابووي په خلاف ټیسټ لوبه کې شکیب الحسن د لوبې لومړې پړاو توپ وهنه کې ۱۳۷ منډې جوړې کړې او توپ اچولو په برخه کې یي هم ۵ ویکټې واخیستې.

لوبې دوهم پړاو کې شکیب الحسن توپ وهنه کې ښه ونه ځلید خو بیا يي هم د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول. دغه لاسته راوړنه شکیب الحسن د کرکټ په تاریخ کې دریم الراونډر کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x