
محمد خان: کابینه باید ژر اعلان شي
نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د اجرايو رییس لومړی مرستیال انجینر محمد خان وايي، چې کابینه د یوه حکومتي جوړښت اړینه برخه ده، ځکه خو باید ژر تر ژره د کابینې د اعلان لپاره هڅې وشي.
نوموړي نن د حزب اسلامي له څو تنو ځوانانو سره په خبرو کې وويل، چې په دولتي جوړښت کې یو تن هیڅ نه شي کولای، کابینه د حکومت د مشر لپاره د مټ کار ورکوي.
نوموړي په داسې حال کې د کابینې د ژر جوړېدو په اړتیا خبرې کولې، چې تېره ورځ د ګډ حکومت مشر اشرف غني د کابینې تر ژر اعلان، ځنډ ښه وګاڼه.
د ګډ حکومت مشر د لوړې له مراسمو وروسته د یوې یا هم یوې نیمې میاشتې په اوږدو کې د کابینې د اعلان ډاډ ورکړ.
د اجرایوي رییس مرستیال وویل چې نوموړي ته د رسېدلو معلومات له مخې ښايي د يوې اوونۍ په اوږدوکې کابینه اعلان شي.
ویل کېږي د ګډ حکومت د شریکانو ترمنځ د کابینې جوړښت او اعلان يې یوه ناندریزه موضوع ده.
دواړه اړخونه غواړي په کابینه کې پخپل معیار ټاکل شوي کسان وټاکي، خو په هرکس د دواړو توافق له ناندریو تش نه ګڼل کېږي.
په ورته وخت کې راپورونه وايي چې د ګډ حکومت اجرایوي رییس د عبدرب الرسول سیاف په ګډون د شمال ټلوالي ځینو مشرانو سره لیدلي دي، چې ښايي د کابینې پر جوړښت به بې اغېزې نه وي.
د کابینې تر اعلان پورې په دولتي ادارو کې مقررې ځنډول شوې ده، چې د بې کارۍ موده په اقتصادي برخه کې بې اغېزې نه ده پاتې شوې.
تر دې وړاندې د ګډ حکومت ناندریزو اوږدو ټاکنو په خصوصي او ملي اقتصاد باندې خورا بده اغېزه وکړه، چې د اقتصادي ماهرینو په نظر ښايي جبران يې سخت وي.