افغانستان

کونړ: ناټو او افغاني ځواکونو په ګډ عملیاتو کې لږ تر لږه 50 ولسي کسان وژلي

April_07_2007Sanginنن ټکی اسیا: نن افغان ولس مشر حامد کرزي د ناټو له خوا د50 ملکي خلګو وژل په کلکه وغندله.
دغه ملکي کسان چې د ناټو او افغاني ځواکونو له خوا د کونړ ولایت په غازي اباد سیمه کې وژل شوي، اکثره یې ماشومان او ښځي دي، او اکثره د هوايي بمبار او ځمکنۍ ډزو کې لګیدلي.
د تیرو درو ورځو راهیسي امریکایي او افغاني ځواکونو په دغه سیمه کې د طالبانو په ضد عملیات پېل کړي او ادعا یې کړې چې ګڼ شمېر طالبان یې وژلي.
کرزي وویل چې دی د ناټو له خوا د ملکي کسانو وژل په کلکه غندي او دا چې د نور تحقیق لپاره ده کونړ ته وفد استولی تر څو ددغه مرګ ژوبلي څېړنه وکړي.
ددې تر مخه د کونړ والي سید فضل الله واحدي هم ویلي وو چې ناټو او افغاني ځواکونو په کونړ کې 64 کسه وژلي چې د هغو څخه 20 یوازي ښځي او 29 ځوانان او ماشومان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x