نړۍ

امریکا کې په لومړي ځل یوه تورپوستې مېرمن دلوی څارنوال په توګه ټاکل کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د لړم۱۸مه، ۱۳۹۳ل): په امریکا کې د منځمهالو ټاکنو له تېریدو سمدستې وروسته د دغه هېواد ولسمشر بارک اوباما پرېکړه کړې، چې یوه تورپوستې مېرمن لوريټا لینج د لومړي ځل لپاره د لوی څارنوال پر څوکۍ کښېنوي.

بل پلو ته د امریکا په دې تازه منځمهالو ټاکنو کې  د ډېرو رایو وړونکی ګوند سناتوران «جمهوري غوښتونکي» له اوباما څخه غواړي، چې دا پرېکړه تر هغې وځنډوي؛څو چې په دوه میاشتې وروسته سنا ته نوي سناتوران راځي.

ویل کېږي، چې اغلې لوريټا لیج په داسې حال کې د لوی څارنوال په توګه غوره کېږي، چې له دې مخکې پر دې دنده له ۲۰۰۹ م کال راهیسې بیا د روان کال تر اګست میاشتې پورې یو بل تورپوستي قانونپوهه ایرک هولډر کار کړی.

پنځه پنځوس کلنه لوریټا لینج د امریکا په تاریخ کې لومړۍ تورپوستې مېرمن ده، چې له دې وروسته به د دغه هېواد د لوی څارنوال چارې سنبالوي. نوموړې له اداري فساد او په بانکونو کې له درغلیو سره په مبارزه او همداراز د بنسټیزو بشري حقونو په رسولو کې ښه نوم لري او د پخواني ولسمشر بل کلینټن د واکمنۍ پر مهال یې هم پر دغه څوکۍ کار کړی.

ویل کېږي، چې د سپینې ماڼۍ ادارې غوښتل چې د ولسمشر پخوانی سلاکار کیتي ریوملر د لوی څارنوال په توګه وټاکي، خو له دې ویرې چې ښايي د جمهوري غوښتونکو له پراخ مخالفت سره مخ شي، پرېښودل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x