هندوستان: بیزو رامو بیزوگۍ رام دلارې واده کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د هندوستان یو اوسیدونکی د خپلو دوو بیزوگانو واده په یو لړ شاندارو مراسمو کې ولمانځه.
هندي رسنیو په وینا بهار سیمې اړوند بیتیاه نومې سیمه کې اډیش ماتو بیزوگانو واده کې سلگونه خلکو گډون کړی وو. اډیش ماتو وايي چې نوموړی ۱۳ لوڼې لري او رامو نومې دغه بیزو ورته د یوازینی زوی حیثیت لري.

واده دغه مراسمو کې بیزوگۍ رام دلارې ته گلابې رنگه کمیس اغوستل شوی و او دواړه بیزوگان يي د سیمې کلیسا ته د واده مراسمو پای ته رسولو لپاره یوړل شول.

دغه بیزوگانو واده لپاره د واده بلن لیکونه هم چاپ او خلکو ته استول شوی وو چې راغلو میلمنو ته يي څو ډوله خوندور خواړه هم برابر شوی وو.

اډیش ماتو وايي چې نوموړی دغه بیزو رامو ۷ کاله مخکې له بیپال څخه پیریدلی و او رام دلاري نومې بیزوگۍ يي د بیزوگانو په یوه میله کې پیریدلی . نوموړی وایی چې دا زما یوازینی هیله وه چې خپل بیزو رام واده له خپل لوڼو له واده څخه مخکې ولمانځم چې دغه هیله مې پوره شوه.

نوموړی وايي چې په پیل کې دغه دواړه بیزوگان له یو بل سره جگړه کوله چې وخت له تیریدو سره د دواړو مینه زیاته شوه نو په همدې اساس رام دلاري مې رامو ته واده کړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د