
تر آسمانه غځېدلى- سید الهام
شاعر: سید احسان الله الهام
كوم سر چي په مېړانه ترآسمانه غځېدلى
ته نه وينې ته ړوند يې ترجهانه غځېدلى
ته نه لرې ايمان ستا ذهنيت دى بې اثره
ستافكر اوعمل دى ترشيطانه غځېدلى
شېبه خوفكروكړه چي پدې كي دچالاس دى
پټ روح چي ترانسان او ترحيوانه غځېدلى
اسلام تر واړه كلي او دياره محدود ندى
اسلام تر هر يو ښار او بيا با نه غځېدلى
ياسوځي ياغوڅېږي ياهم مات شي په مړوندكي
كوم لاس چي دپرديو تر ديګدانه غځېدلى
خوبونه د سهار او مازديګر مو عادت مكړې
په شپه كي دي هر څوك وي تر آذانه غځېدلى
دعاوې د سنګر د شهادت كوه الهامه !
قلم خومي رنګين ترسپين كاروانه غځېدلى
2014/10/29
سید الهام
ياسوځي ياغوڅېږي ياهم مات شي په مړوندكي
كوم لاس چي دپرديو تر ديګدانه غځېدلى,
ډیر خوندور شعر ده په قلم دي برکت شه الهام الله تعالي دي جوړروغ اوخو شحاله لره سره دیارانو که څنګه ؟