
کابل: امنیه قومنداني کې چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): څو شېبې وړاندې دسهار په نهه بجې د کابل ښار امینه قومنداني په ودانۍ کې د ننه د چاودنه شوې ده.
د کابل امنیتي مسوولینو تر اوسه رسنیو ته د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې نن سهار شاوخا اوه بجې د کابل ښار ختیځ لور ته هم زوروره چاودنه شوې، چې چارواکي وايي تلفات يې نه لرل.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال ایوب سالنګي رسنیو سره تر دې دمه دومره ویلي چې چاودنې تلفات نه لرل .
د امنیه قومنداني ودانۍ کې دننه د چاودنې اړوند چارواکي تر اوسه چوپه خوله دي.
یاده دې وي د نوي حکومت له اعلان سره نږدې هره ورځ کابل د مرګونو چاودنو شاهد و، خو نږدې دوې اوونۍ کومه د پام وړ امنیتي پېښه نه وه رامنځ ته شوې.
دا غبرګې چاودنې د دې اوونۍ په دویمه ورځ نږدې په یوه وخت کې شوي دي.