افغانستان

تازه خبر: په ننګرهار کې فدايي بریدونو۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

bank_attack_jalal_abad_19_2_2011دننکرهار ولایت له مرکز نه مو خبر ترلاسه کړی نن دورځې ۱۲ بجې دجلال اباد په ښار کې دکابل بانګ په ودانۍ طالبانو وسلوال برید وکړ چې له امله یې درنه مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.

خبرزیاتوي درې تنه چې په وسلوسمبال وو لومړي یې دبانک ساتونکي عسکر وویشتل او وروسته بانک ته ننوتل او پر میشتو حکومتي مامورینو یې ډزې پيل کړې

، دابرید په داسی حال کې رامنځ ته شوي چې دحکومت نظامي او استخباراتي مامورینو له بانګ نه معاشونه ترلاسه کول.

په خبرکې راغلي له مخامخ وسلوال برید لږ وروسته بانګ ته څیرمه یو رکشه چې له باروده ډکه وه په داسی حال کې انفجار شوه چې امنیتي کسان دبریدکونکو په لور په حرکت کې وو .

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې په وژل شویواو ټپیانو کې ډیر یې استخباراتي کسان ، پولیس او دولتي کارکونکي دي ،همداراز یوشمیر ملکی کسان هم په پيښه کې ټپیان شوي دی.

یو دولتي چارواکي ویلي چې په ټپیانو کې دجلال اباد امنیه قومندا علي شاه پکتیا وال هم شامل دي

طالبانو دپیښه پړه پرغاړه اخیستي رسنیو ته یې ویلي چې په دې بریدنوکې یې ۳۹ تنه عسکر او استخباراتي کسانو وژلی او ګڼ شمیر یې ټپیان کړي دی.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x