نړۍ

ګورباچوف: نړۍ يو ځل بيا د سړې جګړې په درشل کې ده

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لړم ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د شوري اتحاد پخواني مشر مخايل ګورباچوف وايي، چې نړۍ يو ځل بيا د سړې جګړې په درشل کې ده او د دې ټوله پړه په لويديځو هېوادونو په ځانګړې توګه پر امريکا راځي؛ ځکه چې د شوروي اتحاد له نړيدو وروسته يې ځان د نړۍ د واکمن په توګه رامنځته کړی دی.

ګورباچوف المان کې د برلن د ديوال د نړيدو په کليزه کې د ګډون په غونډه کې يې دا خبرې کولې.

درې اتيا کله ګورباچوف وايي، چې «نړۍ د سړې جګړې په درشل کې ده او ځينې لا په دې ګمان دي، چې سړه جګړه يو ځل بيا پيل شوې ده»

ګورباچوف زياته کړه، که د روس او اروپا تر منځ ناندرۍ او ستونزې زياتيږي، نو د پرېکړو او قوت مرکزونه به زياتيږي او اروپا به خپل توان او سياسي اغېز له لاسه ورکړي.

مخاييل ګورباچوف پر اروپايي چارواکو نيوکې کوي او وايي، چې «اروپايي چارواکي نړۍ د سوله ييز بدلو پر ځای د سياسي شخړو او لانجو د مخکښانو په توګه کار کوي»

د پخواني شوروي اتحاد مشر په خپلو خبرو کې وويل، چې د روس او اروپايي هېوادونو ستونزې د يو بوين ټپ په څېر دی او که دواړو لوريو پر وخت د دغه ټپ د رغېدو هڅې ونه کړې، نو پايلې به يې روس او اروپا دواړو لپاره ډېرې ګواښنده وي.

ګورپاچوف پر امريکا، اروپا او ناټو تور ولګاو، چې د اوکراين شخړو او لانجو ته لمن وهي او د خپلو پراختيايي فکرونو له امله يې اوکراين کې ستونزې راپيدا کړي او د روس د ګټو مخنيوی کوي.

نوموړي له لويديځو هېوادونو وغوښتل، چې روس سره په د باور او اعتماد په فضاء کې ستونزې هوارې کړي او پر روس لګېدلي بنديزونه لرې کړي، کنه زيان به يې د روس تر څنګ اروپايي هېوادونو هم ورسيږي.

دسټالين له واکمنۍ وروسته د شوروي اتحاد او لويديځ بلاک تر منځ سړه جګړه پيل شوې وه، چې افغانستان کې د شوروي يرغل له ماتې وروسته دغه جګړه پای ته ورسيده.

ويل کيږي، چې ګورباچوف د سړې جګړې پای ته رسوونکی دی.

نړۍ د اتومي جګړې پر لور ده

نوموتی امريکايي فيلسوف نوام چومسکي په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د روس او لويديځو هېوادونو د کړکيچنو اړيکو له امله نړۍ څو ځله اتومي جګړې ته نژدې شوې، مګر بيا ژغورل شوې ده او اوس بيا د اوکراين او ګڼو نورو مسئلو له امله د روس او ناټو تر منځ د پيل شوو ناندريو او لانجو له امله نړۍ د اتومي جګړې په درشل کې ده.

نوام چومسکي وايي، که د دواړو لوريو مشران له هوښيارتيا کار وانه خلي، نو نړۍ کې د ناببره اتومي جګړه ويره ډېره زياته ده.

نوام چومسکي پر امريکايي او اروپايي چارواکو نيوکه کړې، چې د ختيځو هېوادونو په چارو کې لاسوهنې کوي او هر ځای د خپلو ګټو لپاره دغو هېوادونو کې شخړو او لانجو ته لمن وهي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x