ورزش

کرکټ: «له دې وروسته به هیڅ پریکړه له تاسې پټه نه وي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): له دې وروسته به د ډگر او درېیم لوپڅار ټولې خبرې د کرکټ شایقینو ته رسول کیږي. لوبڅارانو کومې نتیجې ته تر رسیدو ټولې خبرې به د مایکروفون په وسیله د کرکټ ټول لیدونکي واوري.

دغه نوی تجربه به نن د استرالیا او جنوبې افریقا تر منځ یوه ورځنۍ لوبه کې کیږي او له کامیابیدو وروسته به همدغه کار په نړیوالو سیالیو کې هم عملي کیږي.

راپورونو پر بنسټ یوې استرالیايي کانال د نړیوالې لوبې دلچسپه کولو لپاره نوی تجربې کولو پریکړه کړې، د دې تجربې پر بنسټ به کتونکي درېیم لوپڅار ته ورکړل شوې پریکړه کې د ډگر او دریم لوبڅار ټولې خبرې یوې مایکروفون په مرسته اوریدلی شي.

له دې مخکې کله هم چې پریکړه درېیم لوبڅار ته ورکول کیده په دې وخت کې به د لوبې شایقین او تبصره کوونکي له خپل ځانه تبصرې کولې چې درېیم لوبڅار به د ایل بي ډبلیو، اسټمپډ، رن اوټ او یا هم کیچ په اړه به څه پریکړه وکړي او که کومه پریکړه وشوه نو په کوم اساس وشوه؟

له دې نوې تجربې سره به د لوبې کتونکي او مبصرین نور له ځانه څه ویلو ته اړتیا نه ویني ځکه هر څه به د درېیم لوبڅار په ژبه د مایکروفون په مرسته اوریدل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x