اسراييلي عسکرو یو فلسطینی ځوان شهید کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د لړم۱۸مه، ۱۳۹۳ل): اسرايیلي پولیسو پرون سهار وختې یو فلسطینی تنکی ځوان په داسې حال کې په شهادت رسولی، چې په سېمه کې يې د یو بل فلسطیني د نېولو لپاره چاڼیز عملیات پیل کړي وو.

د اسرايیلي پوځیانو د څو اونیو راهیسې د پيل شویو عملیاتو په ترڅ کې دا وروستۍ پېښه پرون د شنبې په ورځ سهار وختې د بیت المقدس په ختیځ کافر کانا سېمه کې را منځته شوې.

ویل کېږي، چې دا ۲۲ کلن فلسطینی ځوان وروسته له هغې د اسراييلي عسکر له لورې وویشتل شو، چې عسکرو د نوموړي د یو بل خپلوان د نېولو په موخه د ده کور ته هم ور واوښتل، د پوځيانو له بې اجازې ننوتلو سره جوخت نوموړي د اعتراض لپاره د اسراييلي عسکرو یو صاحب منصب پر خوا ور روان و، چې د نورو عسکرو له لورې پرې ډزې وشوې او ځای پر ځای یې ساه ورکړه.

د پېښې په غبرګون کې د سېمي اوسېدونکو د لنډې مودې لپاره د موټرو ټایرونو ته اور ورته کړ او احتجاج یې وکړ، چې د پولیسو له سمدستې مداخلې وروسته تیت و پرک کړای شول.

د یادونې ده، چې اسراييلي پوځیانو له څه مودې راهیسې په بیت المقدس کې د مسلمانانو په ځورولو، کړولو او وژلو پسې بیا مټې را نغښتې او تر دې مهاله یې لسګونه فلسطيني ځوانان شهیدان او ټپیان کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د