افغانستان

وردګ: ملي اردو عسکرو مېرمنو ته مرګ ژوبله اړولې

 

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د میدان ودرګو ولایت په سید اباد ولسوالي کې د اردو عسکرو د دوو کورنیو دوې پېغلې وژلې او درې نورې مرګونې ټپیانې کړې دي.

د سید اباد ولسوالي د یوسف خېلو په سیمه کې تېره ورځ د اردو عسکرو د د راکټ په پنځو پیرونو کې د کلیوالو ګڼ څاروي هم وژلي دي.

د سید اباد ولسوالي د یوسف خېلو سیمو یو تن اوسېدونکي سید وفي الله نن ټکی اسیا ته وویل چې لومړی د دوی کلي ته له نږدې غره نه طالبانو د اردو په رینجر ډز وکړ، چې یو تن يې پکې وواژه، وروسته د اردو عسکرو د کلي په لوري د درونو وسلو خولې را واړولې.

نوموړی وايي: «د کلي څو تنه سپین ږېري په سیمه کې اردو عمومي قومندان ته ورغلل او د ځوانو نجونو د شهادت او ټپي کېدو ګیله يې ورته وکړه، خو د اردو قومندان په ډاګه وویل چې دوی ته همداسې امر شوی چې له کوم لوري ډز وشو، ټول لوری لولپه کړئ.»

د یادې سیمې اوسېدونکي د میدان ودرګو ولایت مقام هم ته خپله عریضه وړاندې کړې ده، خو ورته ځواب يې ترلاسه کړی دی.

دوی وايي چې دولت له طالبانو سره دجګړې زور نه لري، موږ خو دې نه وژني.

یو تن قومي مخور حاجي روح الله نن ټکی اسیا ته وویل چې دوی له طالبانو هم څو ځله غوښتي چې له کورونو دې ډزې پرې نه کوي، حکومت هسې پلمه غواړي.

هغه وايي: «تېره ورځ طالبانو زموږ له کلي له څنګه، له غونډيو په اردو ډز وکړ، خو دوی کلي ته ډزې سمې کړې.»

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې رسنیو راپور ورکړ چې د ګډ حکومت مشر به خپلو او بهرنیو عسکرو ته د درنو وسلو د استعمال اجازه ورکړي.

په کابل کې د ناټو له نوي سرمنشي، سټالنبرګ سره په خبري کانفرانس کې اشرف غني د دې پوښتنې په ځواب کې چې رښتیا یې هم شپنیو عملیاتو او په ګڼ مېشتو سیمو کې د درنو وسلو کارولو اجازه ورکړې ده کنه، څرګند ځواب ورنه کړ، خو ويې ویل: «موږ به له هرې وسیلې ګټه پورته کړو چې زموږ د اردو او پولیسو تلفات کموي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x