ټولنیزه برخه

دايره

اسدالله غضنفر

په تېرو پيړيو كې يوه شاعر وويل چې د معشوقې ملا يې نرۍ ده. ورپسې بيا بل شاعر د لښتې غوندې نرۍ وبلله. دريم د وېښتۀ په دود نرۍ كړه او څلورم كس ته كمال په دې كې ښكاره شو چې تر وېښتۀ يې لا باريكه وبولي . دوى ټولو يوه خبره وكړه . توپير يې يوازې د مبالغې په اندازه كې و.

دا سمه ده چې شعر تر ډېره حده له څنګه ويلو سره تعلق لري ، نه له څه ويلو سره ، مګر دا هم سمه ده چې پخوانو د محدودو موضوعاتو شاعري خوښوله. پخواني شاعر د ملګري يا زوى مرثيه ويلې خو د مور په وير پټه خوله پاتې شوى دى . د پسرلي ګلونه يې ستايلي دي مګر په واوره كې شفق يې هېر كړى دى .

په پخواني تمدن كې چې د وسايلو محسوس انكشاف نه و ، د ټولنې ارزښتونه او دودونه د غرونو غوند ې ثابت ښكارېدل او انسان د تكرارېدونكي طبيعت تابع و، نو ادب و هنر هم تر ډېره حده په دايره كې ايسار وو.

له نوي تمدن سره چې افكار او دودونه له بندو دايرو راووتل او بشر په طبيعت باندې د غلبې غښتلې تكنالوژي پيدا كړه، ادب ته په دايره كې اوسېدل سخته شول. همدا وجه ده چې افغانستان ته د نوي تمدن د وړانګو له رارسېدو سره د ادبي اثارو په قاّلبونو، موضوعاتو او سبكونو كې تحول يو څه چټك شو. چټك تحول د اوسني ژوند و تمدن غوښتنه ده . ايا زموږ ادب د نوي ژوند دا غوښتنه پوره كړې ده ؟ يه . كه په شلمه پېړۍ كې ځينې مبتكر اديبان راپيدا شول چې نوې خبرې ېې وكړې ، نورو اكثرو د دغو نوښتګرو د

نوښت تكرارولو ته ملا وتړله. استاد حمزه مرحوم وويل چې پښتنې سترګې او موږ دا تركيب په سلګونو ځله تكرار كړ. استاد حبيبي مرحوم د كيسې د اتل د وادۀ په څوومه شپه د هغه د شهادت خبره وكړه او بيا په لسګونو كيسو كې د واده په شپه ، د اختر په شپه ، د واده په سبا يا د ژوند له بلې لويې خوشحالۍ سره په يوه وخت ، د غمجنې واقعې د پېښېدو خبرې وشوې .

پخوا د محدودو اقشارو غړيو ليك لوست كاوه خو اوس علم عام شوى دى. له اوسني شاعره غوښتنه كېږي چې د ژوند هغو اړخونو ته هم پام واړوي چې په پخواني ژوند كې يا نه وو، يا پخوانو د خپلو اسلافو د كلكې پيروي په وجه ورته پام نه شو كولاى او يا د پخوانو ولاړو حالاتو په نتیجه كې غير متحركو ذوقونو ته د منلو نه وو.

له تعليمي ادارې د فراغت ورځ ، د اوړي په اوږدو غرمو كې ولاړ وختونه ، له پسرلني بارانه وروسته له كورونو راوتلې په كوڅه كې روانې دوه پېغلې ، د سالنګ په لاره كې د بس د سفر خاطره ، د پاليزونو بوى ، په زړبودن كې د هلكوانې د وخت د ښوونځي ليدل او د ستوني ډكېدل، … د ژوند په زرګونو جلوې زموږ ادبي قلمرو ته د داخلېدو انتظار باسي . د خوشحال د ښاپيرۍ په قول :

زه يې ناسته په پالنګ يم
كه خوشحال له خوبه وېښ شي

د تېرې زمانې په كلچر كې يوازې له خوشحال غوندې نابغه د دغسې نويو خبرو توقع كېدله خو اوسنى كلچر له هر هنرمنه غواړي چې نوې ساحې ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x