افغانستان

کابل ـ دویم تعقیب: امنیه قومنداني کې سرتيري برید د دفتر امر وژلی

 

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار شاوخوا نهه بجې د کابل امنیه قومنداني په ودانۍ کې سرتیری برید شوی، چې درنه مرګ ـ ژوبله يې اړولې.

د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي سرچینې وايي چې په یاد برید کې د امنیه قومندان د دفتر امر ډګروال یاسین وژل شوی او اته تنه نور ټپیان دي.

د سرچینې په قوله تر اوسه پورې روغتون ته اته تنه ټپیان لېږدول شوي دي او ښايي د مرګ ـ ژوبلې په شمېره کې ډېری راشي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د کابل امنیه قومنداني په درېیم پوړ کې د دوی ملګري له واسکټه په ګټې سرتېری برید کړی دی.

مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې وايي، چې دوی په داسې حالت کې دغه برید ترسره کړی دی، چې په یاده ودانۍ کې د بهرنیو مشاورینو په ګډون غونډه روانه وه.

خبر پاڼه کاږي: «برید د قهرمان فدايي مجاهد مولوی یحی بدخشاني لخوا په داسې حال کې ترسره شو چې په قومندانۍ کې دننه د بهرنیو مشاورینو او کورنیو مزدورانو ترمنځ يې غونډه روانه وه.

اتل مجاهد په خورا تکتيک سره وتوانید چې ځان د دښمنانو منځته ورسوي او پرې حمله وکړي.»

تر یادې چاودنې نږدې ساعت وړاندې د کابل په ختیځه څنډه کې د اتمې حوزې په مربوطاتو کې هم د اردو د عسکرو په موټر چاودنه شوې ده، چې مسوولیت يې طالبانو منلی او ویلي يې دي چې ګڼو عسکرو ته يې درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x