fbpx
quran-reading

په قرآن کې ارواپوهنه ـ دیارلسمه برخه

ژباړن: دادمحمد ناوک

پر انفعالونو غلبه

عاطفي انفعالي حالتونه که څه هم د انسان په پايښت کې مهم رول لري، مګر په اړه يې ډېرښت جسمي او اروايي تاوان لري. مثلاً: د ډار انفعال د انسان لپاره ګټور دى، ځکه چې د ژوند له تاوانونويې ويروي او تل ځيرک اوسي؛ مګر که په دې انفعال کې هم ډېرښت وشي او له هر شي نه وډار شي، دا به يې په ژوندکې لويه ستونزه شي او ډېر تاوان به وکړي.

د غسې ډېرې ويرې معمولاً د ژور خپګان او دانساني شخصيت د تزلزل سبب کېږي، د (روان تني، سيکوسوماتي) نويو طبي څېړنو ښوولې ده چې، له اروايي اړخه خپګان د انسان د ډېرو ناروغيو سبب کېږي. چې تداوي يې هم بايد له اراويي نظره وشي. قرآن کريم هم انسان ته د اروايي حالاتو د څارنې او پرهغوى د غلبې لارښوونې کوي او دغه هغه څه دي چې پېړۍ_پېړۍ  وروسته د هغوى په ګټو پسې ارواپوهان منډې وهي.

١_ د مرګ پرډار غلبه:

قرآن کريم په ټينګار سره خلک په داسې چارو کې بې ډارۍ ته رهمنايي کوي ، چې ډار ترې پيداکېږي. لکه: مرګ او نيستي. د مرګ د ډار په اړه قرآن کريم فرمايي، چې د دغې نړۍ ژوند يو فاني او نه پاتې کېدونى ژوند دى، نعمتونه، خوندونه او هرڅه يې دلنډې مودې له پاره دي او مرګ بل شى نه دى، صرف يو بدلون دى، چې موږ له دې فاني نړۍ بلې تلپاتې نړۍ ته وړي.

پر همدې دليل ريښتينى مؤمن له مرګه نه ډارېږي، ځکه چې پر دې پوخ باور لري، چې مرګ مې له دې فاني نړۍ، تلپاتې خوندونو او نعمتونو ته وړي، چې په قرآن کې يې الله جل جلا له له نيکو بندګانوسره وعده کړې ده:
ژباړه: د دې نړۍ څو ورځنى ژوند له ساعت تيري او متاع زيات څه شى نه دى او ريښتينى ژوند(که خلک پوه شي) په آخرت کې دى. عنکوبت (٦٤آية)

د مؤمنانو همدغه له مرګه بې ډاري او د الله جل جلا له په لار کې د شهادت تنده د اسلام د بريا او د اسلامي لښکرو د فتحو تر ډېرو لوى عوامل وو.

٢_ د نيستۍ پر ډار غلبه:

پر دې اړه هم رڼې قرآني لارښوونې دي، چې موږ بايد له فقراو نيستۍ ځکه ونه ډار شو، چې روزي د الله جل جلاله په لاس کې ده. او د ټولو شيانو واکدار هماغه ذات دى. الله جل جلا له فرمايي:

ژباړه: خلکو ته دروزي ورکوونکى هماغه ذات دى، د ابدي زور او اقتدار څښتن. ذاريات (٥٨آية)

پاتې شته…

تېره برخه دلته لوستی شئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د