افغانستان

کابل کې درېیمه زوروره چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د لړم۱۸مه، ۱۳۹۳ل): په پلازمېنه کابل کې له نن سهار راهیسې په تېرو څلورو ساعتونو کې د دریمې زورورې چاودنې غږ واوریدل شو.

تر اوسه د چاودنې  د کره ځای او تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نشته.

له دې وړاندې د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند په شاه شهید کې د ملي اردو له موټریز کاروان سره خوا کې چاودنه وشوه او ورپسې د کابل امنیه قومندانۍ په ودانۍ کې دننه او درېیم پوړ کې د واسکټ بم په مټ سرتېری برید ترسره شوی، چې درنه مرګ ژوبله یې تر شا پرېښوده.

طالبانو د لومړنیو دوو چاودنو مسؤلیت پر غاړه اخیستی او د دریمې په تړاو امنیتي چارواکو او طالب ویاند څه نه دي ویلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لطف الله ستانکزی

نو دا امنیتی تړون د څه لپاره امضاء شوی ده، دا پوښته باید چی ریس جمهور وکړی له امریکی نه، دا خالی د یو څو روپیو تړون به څه کړو، زمونژ خپلی پیسی بیرته مونژته لژ ترینه راکړی چی دا کمک ده. امنیتی تړون کی یوه ماده هم چا ماته کړه نو هغه تړون فسخه ده او د منلو وړ نده، او که دوی سر غړونه کوی نو بیا دلته جهاد ورسره روا ده، ځکه دوی بیا نو اشغال او پاچاهی ته راغلی دی.

Malim

ستانکزی صیب اولا هیله ده دی خبر جزیات هم تر لاسه کړی مثلا ددی تازه عاجل او ددوی په زړه پوری خبر د ډنډوره چی او د عامل څو کالداری او ډالر په نصیب شول؟

دوم : د هغه ډم چه ډول وهی ډبر ی ولی لاس تر شا نیسی د هغه څو زهر زوکوم په نصیب شوی؟

دریم : د انفجاز نقصان چاته ورسیده ؟ افغانستان او د هغه موقف ته که امریکا پاکستان ایران انګلیستان ته ؟

اخ کاشکی خپلی پښی مو خپله نه وهلای

افغان ځلمی

زما له دغی اداری له درنو چلونکو دغه هیله ده ، چه دغه بیچاره معلم خو له دی پاڼی لیری کړی ، تر هغی چه زه معلومات لرم ، دا د یهودانو او صلیانو د ژباړنی د ماشین څخه خبری کوی ، تاسی که یی د تبصرو متن وګوری داسی نه معلومیږی چه اصلیل افغان یا پشتون دی لیکلی وی ، کله بی حرمته خبری هم کوی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x