نړۍ

د پاکستان د استخباراتو نوي مشر کار پیل کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) نوي مشر ډګر جنرال رضوان اختر پر کار پيل وکړ.

ډګر جنرال رضوان اختر د پاکستان د مهمې استخباراتي ادارې (آی ایس آی) د مشر په توګه د پاکستان د لومړي وزیر له خوا د ستمبر پر ۲۲مه ټاکل شوې و.

تر دې وړاندې ډګر جنرال ظهیر الاسلام عباسي د استخباراتو مشر و، چې د اکتوبر پر ۵مه تقاعد شو.

ډګر جنرال رضوان اختر تر دې وړاندې د سند ایالت د رینجر پولیسو مشر و، چې په ستمبر کې يې دغه دنده پريښودله.

پاکستاني رسنۍ وايي چې نوموړی ډير جدي سړی دی او له سیاسي ګوندونو سره اړیکې نه لري.

د پاکستاني چارو شننونکي د ډګر جنرال رضوان اختر د ټاکل کيدو يو لامل دا ښيي، چې د سياسي فشار پر وړاند مقاومت کوونکی دی او هیڅ سياسي ګوند سره اړيکې نه لري. نوموړی چې د سند ایالت د رينجر پوليسو مشر و، نو هلته پرې پيپلز پارټي «خلکو ګوند» او ايم کيو ايم «مهاجرینو خوځښت» رنګارنګ فشارونه وارد کړل، مګر نوموړي د هيڅ ګوند فشار ته ځان ورنکړ او خپل هدفي عملیات يې کول.

په دې وروستيو کلونو کې د ای ايس ای دا درېيم مشر دی، چې د خپلې دندې پر مهال تقاعد کيږي.

له نوي مشر جنرال رضوان اختر وړاندي، جنرال ظهير الاسلام او جنرال شجاع پاشا د ای ايس ای مشران پاتي شوي دي.

د جنرال پاشا په اړه ويل کېدل چې د نوازشريف او زدراري مخالف او د عمران خان پلوی و او د هغه د واک پر مهال د عمران خان ګوند ډېره وده وکړه او نواز شريف کمزوری شو او له همدې امله د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند لوړپوړي مشر او د کورنیو چارو وزیر چودري نثار او نورو ملګرو يې تل د جنرال پاشا پر کردار نيوکې کولې او نوموړی يې د نواز شریف د ګوند مسلم ليګ لپاره یې ګواښ ګاڼه.

له جنرال پاشا وروسته جنرال ظهير الاسلام د ای ايس ای مشر شو.

جنرال ظهير الاسلام له دې مخکې د کراچۍ کور کمانډر (سيمه کې د پوځ عمومي قوماندان) و او زرداري د نواز شريف په خوښه د ای ايس ای مشر کړ. لومړی داسې فکر کيده، چې نوموړی د نوازشريف خواخوږی دی، مګر وروستيو حالاتو وښوده، چې نوموړی د صدراعظم پر ځای د پوځ وفادار ملګری شو او وخت پر وخت يې د نوازشريف پټې خبرې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ته وروړې.

د استخباراتو بلې ادارې IB نوازشريف ته خبر ورکړی و چې جنرال ظهير د ده خبرې ريکارډ کوي او د پوځ مشر ته يې وروړي. پوځ بيا له IB ګيله من و، چې د جنرال ظهير او راحيل شريف پټې خبرې لومړي وزير ته ورړي او له همدې امله د پوځ او ولسي حکومت اړيکې ډېرې کړکيچنې وې.

د پاکستان لومړي وزير له سياسي ګوندونو او حکومتي چارواکو سره له يو لړ سلامشورو ورسته پرېکړه وکړه، چې داسې يو څوک د ای ايس ای مشر وټاکي، چې دوی ته خطر نه وي او سياسي ګوندونو سره يې هم اړيکې نه وی، چې بالاخره وروستۍ مشوره يې پر جنرال اختر راغله.

جنرال رضوان اختر په ۱۹۸۲ کې د پاکستان سرحدي ځواکونو کې شامل شو. نوموړي د «کمانډ اینډ سټاف» پوځي لیسې څخه ثانوي او «نیشنل ډیفنس یونیورسټي» څخه لسانس کړی دی. همدا راز د امریکا په «پېنسلوونیا» کې په «وار کالج» کې يې پوځي زده کړې کړي. جنرال رضوان اختر په قبایلي سیمو او کراچې کې د عملیاتو پر مهال شهرت پیدا کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x