شعـــــرونه

غزل ـ استاد پسرلی

شاعر: غزلستوری استاد محمد صدیق پسرلی

ما مې د ژوند هيلې واړه تا پورې تړلې دي
تا د مستو سترګو په ايما پورې تړلې دي

ما دې په موسکۍ نګاه د زړه هيلې ټومبلې وې
تا د مغرور حسن په ادا پورې تړلې دي

زړه کې مې چې تل د پرهرونو خميازې وينم
تا يې مګر مراندې په موسکا پورې تړلې دي

ښه دى چې مجنون زړه لا د حسن کېږدۍ پېژني
مينې يې رښتې که په هر چا پورې تړلې دي

ولې به مشکور د التفات د زمانې نه يم
څه افتراګانې يې په ما پورې تړلې دي؟

خدايزده چې ابليس به د صوفي جرئت ته څه وايي
خپلې ناکردې يې چې الله پورې تړلې دي

غله ګوته په غاښ دي د سياست سمګلرانو ته
څومره د پېټ پنډې يې په شا پورې تړلې دي؟

چا چې ښکلې هيلې د مقام معبد ته نذر کړې
ښکلې فرښتې يې په هوا پورې تړلې دي

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x