نظــر

افغانستان کې د امريکا ستراتيژيک اولويتونه

لیکوال: احمد الله احمدزی

امريکايي او برتانوي عسکرو تېره مياشت د هېواد سويل هلمند کې خپل ستر نظامي مرکز «کمپ باسټن» خالي کړ او دغه مرکز يې افغان لوري ته پرېښود او اعلان يې وکړ، چې دوی افغانستان کې خپل نظامي فعاليتونه پای ته رسوي او له دې وروسته به يوازې د افغان امنيتي عسکرو د روزنې لپاره افغانستان کې پاتې وي او د روان کال تر پايه به بهرني عسکر په تدريجي توګه له افغانستانه وځي او يو نژدې دولس زره بهرني عسکر به افغانستان کې د ګډ حکومت او امريکا تر منځ د شوي تړون له مخې افغانستان کې پاتې وي.

سره له دې چې بهرنيو عسکرو افغانستان کې د جګړه ييزو عملياتو د پای ته رسولو اعلان کړی، مګر د هېواد ستراتيژيکو ځايونو او د طالبانو د زيات نفوذ سيمو کې يې خپل مرکزونه او اډې پر ځای پريښي او غواړي دغو سيمو کې دغه مرکزونه نور هم فعال کړي.

د مثال په ډول کندهار، ننګرهار، کونړ، خوست، پکتيا، پکتيکا او نورو سيمو کې اوس هم بهرني عسکر د طالبانو او شکمنو ولسي خلکو پر ضد شپنيز عمليات کوي او د اشرف غني په راتګ دغه لړۍ نوره هم تونده شوې ده.

د نظامي چارو شننونکی او د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی افسر معين روف وايي، چې بهرنيو عسکرو افغانستان په نظامي ډګر کې ماتې وخوړه او اوس يې د جګړه ييزو فعاليتونو د پای ته رسولو اعلان وکړ، مګر بيا هم د طالبانو او شکمنو کسانو پر ضد نظامي علميات کوي او د ناټو دغه اعلان د دې لپاره دی، چې راتلونکي وخت کې د روانې جګړې د ممکنه ناکامۍ په صورت کې ځان له دغې پړې وژغوري او دغه پړه به د افغان امنيتي ځواکونو پر غاړه وي.

اوس مهال افغانستان کې نژدې څلويښت زره بهرني عسکر پراته دي، چې ۳۴ زره يې امريکايان دي او پاتې نور يې د ناټو هېوادونو عسکر دي، چې د روان کال تر پايه به دغه شمېر ۱۲ زرو ته راټيټ شي.
د اشرف غني او واشنګټن تر منځ د شوي تړون له مخې به ۹۸۰۰ امريکايي او ۲۲۰۰ ناټو عسکر په افغانستان کې پاتې وي.

دغه بهرني عسکر به د هېواد مهمو ستراتيژيکو سيمو کې خپل مرکزونه او اډې فعالې وساتي.

دغه مرکزونه به بګرام، کابل، جلال اباد، کندهار، مزارشريف،کندهار او هرات کې خپل فعاليتونو ترسره کوي.

د پام وړ ځای دا دی، چې امريکا خپل دغه اووه مرکزونه په داسې ستراتيژيکو سيمو کې غوره کړي، چې د ګڼو کورنيو او سيمه ييزو موخو لپاره يې کارولای شي.

د مثال په ډول ننګرهار او کندهار ولايتونو کې چې امريکايان خپلې قرارګاوې جوړوي، نو تر څنګ يې پاکستان پروت دی. هرات او شينډډ هوايي ډګر ايران سره نژدې دی او مزار شريف تاجکستان سره سرحد لري.

له دې معلوميږي، چې امريکايان يوازې افغانستان کې خپلې ګټې نه لټوي، بلکې د سيمې هېوادونو کې د ګټو او استخباراتي څار هڅې کوي.

موږ تاسې ټول پوهيږو، چې امريکا د افغانستان له غمه نه ده مړه او نه يې زرګونو عسکر او ميلياردونه ډالر د افغانستان لپاره قربان کړل، بلکې د افغانستان په ګډون ګرده سيمه کې سياسي، اقتصادي او ستراتيژيکې ګټې لري او تر ټولو لومړۍ خوه يې دا ده، چې امريکا نه غوړاي، چې خپل ديارلس کلن حضور او قربانۍ يې په اوبو لاهو شي او طالبان يو ځل بيا افغانستان کې واک ته ورسيږي.

امريکا د سيمې هېوادونو سره په ګډه دا مسلات کړی، چې که طالبان واک ته ورسيږي، نو د افغانستان او سيمې په ګډون د ګردې نړۍ لپاره ستر ګواښ دی.

د نظامي چارو کارپوهان وايي، چې له دې وروسته به امريکايي عسکر د طالبانو او شکمنو مخالفينو پر ضد خپلو شپنيزو عملياتو او څارګرو بريدونو ته نور هم زور ورکړي او غواړي، چې له هر ډول تلفاتو پرته يا په ډېرو لږو تلفاتو د طالبانو پر ضد پراخ عمليات وکړي او د ګډ حکومت له نوي مشر اشرف غني سره په مشوره د طالبانو د روان مقاومت د ځپلو او له منځه وړلو لپاره په نوې پاليسي کار روان دی.

راپورونه وايي، چې د تېر اګست مياشت راهيسې بهرنيو عسکرو خپل خپلو څارګرو بې پيلوټه بريدونه ته زور ورکړی او اوس هره مياشت د هېواد بېلا بېلو سيمو کې پر طالبانو او عامو خلکو شاوخوا ۴۵۰ بې پيلوټه بريدونه کوي او پخوا هر مياشت شاوخوا ۱۵۰ هوايي بريدونه کېدل داسې ويل کيږي، چې راتلونکي وخت کې به دغه لړۍ نوره هم تونده شي.

ناټو او ايساف منلې، چې د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې ۳۴۷۷ عسکر وژل شوي، چې ۲۳۵۰ يې امريکايان او ۴۵۳ يې برتانويان دي.

راپور کې راغلي، چې يوازې هلمند ولايت کې د ايساف۹۵۳ عسکر وژل شويو چې ډېری يې برتانويان دي.

ايساف وايي، چې له هلمند وروسته يې ډېر عسکر په کندهار ولايت کې وژل شوي، چې ۵۵۳ تنو ته رسيږي.

د يادونې وړ ده، چې دا هغه شمېرې دي، چې ناټو منلي دي او بل پلو طالبان او ازادې سرچينې وايي، چې د ناټو دغه شمېر له حقيقته لرې دی او بهرني عسکر غواړي، چې خپل ولسونه وغولوي او د وژل شويو بهرنيو عسکرو شمېر له دې څو چنده زيات دی.

اوس خبره دا ده، چې د بهرنيو عسکرو اډې د افغانستان او افغانانو په ګټه که زيان؟

په دې اړه ولس له څو کالو راهيسې دوه نظره دی.

يو پلو هغه حکومتي خلک او د بهرنيو عسکرو قراردايان او نورهمکاران، دوی وايي، چې افغانستان يو کمزوری هېواد دی او په سيمه کې سختو ننګونو سره مخ دی، نو موږ يو نړيوال دوست او همکار ته اړتيا لرو، چې د «راکړه واخله» پاليسۍ له مخې د افغانستان مرسته وکړي او په مقابل کې افغانستان او سيمه کې خپلې ګټې خوندي کړي.

پل پلو عام ولس او د ژور فکر بې پرې خلک دی.

دا خلک وايي، چې د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف پر افغانستان يرغل کړی او افغانستان هيڅکله يرغلګرو ته په خپله خاوره ځای نه دی ورکړی او افغانانو د خپل دين او غيرت په امر او غوښتنه تل د يرغلګرو پروړاندې مقاومت کړی دی او امريکايان هم د افغانانو د دين، هېواد او ملي ګټو دښمنان دي او افغانستان کې د دوی حضور هیڅکله د افغانستان په خير نه دی.

دغه خلک وايي، چې د امريکا ديارلس کلن حضور د امريکايانو د ګټو ښه نمونه ده، چې افغانستان ته يې رسولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x