ورزش

افغانستان په لومړۍ لوبه کې مالیزیا ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۸مه، ۱۳۹۳): اسیا پریمیر لیگ لوبو په ترڅ کې نن افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې مالیزیايي لوبډلې ته په ۱۰ ویکټو سخته ماتې ورکړه.

نننۍ لوبې پچه د مالیزیا لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. مالیزیايي توپ وهونکې د افغان توپ اچونکو په خلاف مقاومت ونشو کړای او ټوله لوبډله يي یوازې ۱۰۱ منډو جوړولو سره وسوځیدله.

مالیزیا توپ اچونکو کې ویراندیپ سنگ په ۵۰ توپونو ۳۰ منډې جوړې کړې.

ټول افغان توپ اچونکي ښه توپ اچونه وکړه خو راشد خان د نن ورځې لوبه کې ډیره وړتیا وښودله چې خپل ۱۰ اورونو کې يي یوازې ۱۳ منډې ورکړې او دسیالې لوبډلې ۶ لوبغاړي يي وسوځول. نوید الحق ۲ او مسلم موسي ۱ ویکټه واخیسته.

ټاکل شوی هدف د افغانستان لپاره توپ وهنې پیلوونکي لوبغاړي شاهد الله او حضرت الله ځاځۍ پوره کړه چې له دې سره افغانستان دغه لوبه په ۱۰ ویکټو وگټله.

توپ وهنې په برخه کې حضرت الله ځاځی د ۹ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مرسته ۶۶ منډې او شاهد الله ۵ څلوریزو او ۱ شپږیزې په مرسته ۳۳ منډې جوړې کړې.

اسیا پریمیر لیگ سیالیو کې دغه لوبه د افغانستان لومړنۍ لوبه وه. د افغانستان دوهمه لوبه سبا د متحده عرب اماراتو په خلاف ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x