
لوګر: د لوړې پر مراسمو بريد شوی
نن ټکی اسیا (يکشنبه، لړم ۱۸مه ۱۳۹۳ل): لوګر ولايت کې د ولايتي شورا د لوړې پر مراسمو بريد شوی دی.
د لوګرولايت امنيه قوماندان عبدالحکيم اسحاقزی وايي، چې پېښه نن له غرمې مخکې رامنځته شوې او د بريدګر په بريد کې درې پوليس ټپيان شوي دي.
اسحاقزی وايي چې یو کس د لوړې د مراسمو پر مهال د لوګر ولایت مقام دروازې سره لاسي بم وغورځاوه چې وروسته دوی ونیولو. دغه پېښه نن له غرمې مخکې ۱۱ بجې شاوخوا رامنځته شوه.
امنیه قومندان زیاتوي چې بریدګر غوښتل د لوړې د مراسمو په ګډونوالو ډزې وکړي. نوموړي د بریدګر هویت په ډاګه نه کړ.
دا په داسې حال کې چې نن په پلازمېنه کابل کې ۳ چاودنې وشوې چې درنه مرګ ژوبله یې لرله. لومړی چاودنه په شاه شهید سیمه کې د ملي اردو پر موټر، دوهمه په امنیه قومندانۍ کې سرتيری برید چې د امنیه قومندانۍ مدیر په کې ووژل شو او ۸ نور ټپیان شول او درېیمې چاودنې دقیق ځای لا څرګند نه دی.
تر دې مهاله د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخېستې.