fbpx

دامریکا دفاع وزارت غواړي پیتریوس له دندې ګوښه کړي

patriosپه لندن کې دټایمز مجلې دامریکا ددفاع وزارت په حواله لیکلې پنتاګونو پلان لري چې په افغانستان کې دناټو ځواکونو لوي قومندان جنرل ډیویډ پیټریوس له کار ګوښه کړې او پر ځای یې کوم بل چا ته دنده وسپاري.

دامریکا ددفاع وزارت سکرتر ګوریف موریل ډیويډ پیتریوس ستایلي چې په عراق او افغانستان کې یې ډیره ښه دنده ترسره کړې

نوموړي وايي چې ډیویډ ستړې شوي نور نه غواړي چې دا دنده پرمخ بوزي ،مورېل وايي چې دفاع وزیر رابرټ ګیټس اوس لا په دې لټه کې دي چې ديویډ پر ځاي کوم بل څوک راپیداکړي.

جنرال ډیويډ په افغانستان کې دیوه وحشي او بې رحمه جنرال په توګه مشهور دي ،له کومې ورځې چې په دنده ګومارل شوي له هغې ورځې پر کلو او عامه ځایونو بمبارۍ او همداراز دبې دفاع خلګو وژل زیات شوي،

دنوموړي په وخت کې دمحلي پولیسو او اربکیو په نوم دقومي ملیشو پروسه پیل شوه او دې کار ته یې زیاته توجه وکړه چې تراوسه پوري یې دپام وړ نتیجه نه ده ورکړې ،په اطرافي سیمو کې دپخوا په نسبت دوسلوالو مخالفینو حملې او عملیات نور هم زیات شوي

احمد بریال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د