ټولنیزه برخه

د علم مینه

ليكوال: حامد افغان

ﺃﺑﻮ ﺍﻟﻮﻓﺎﺀ ﻋﻠﻲ ﺑﻦ ﻋﻘﻴﻞ ﺑﻦ ﻣﺤﻤﺪ ﺑﻦ ﻋﻘﻴﻞ{431 ﻫـ – 513 ﻫـ / 1040- 1119 } هغه ستر امام دی چې د (الفنون) په نوم یې په زر 1000 ټوکه کې په یوه سر یوه ستره دائرة المعاف لیکلې ده، مشهور ترك مؤرخ حاجى خليفه رحمه الله په خپل كتاب (كشف الظنون)كې وایي: ترننه په نړۍ کې چا دومره لوی او غوره کتاب ندی لیکلی. متاسفانه دا ستر کتاب په بغداد باندي د تاتاريانو دحملې په ټس کې ضایع شوی دی ایله دوه ټوکه یې ژغورل شوي او اوس چاپ هم دي.

امام ابن عقيل رحمه الله وایي: زه په ځواني کې الله جل جلاله له ډیرو ستونزو ژغورلی وم، مایواځي له علم سره مینه لرله، له لوبو کوونکو سره هیڅکله نه یوځای کیدلم، زه به هر وخت زما په څیر دعلم له مینانو طالبانو سره اوسیدلم، دی وایې زه اوس د ژوند په اتمه لسیزه کې یم خو په شل کلنۍ کې مي له اوس نه د علم حرص زیات و.

” ﻋَﺼَﻤَﻨِﻲ ﺍﻟﻠﻪُ ﻓﻲ ﺷَﺒﺎﺑِﻲ
ﺑﺄﻧﻮﺍﻉ ٍﻣِﻦَ ﺍﻟﻌِﺼْﻤَﺔِ ﻭَﻗَﺼَﺮَ
ﻣَﺤَﺒَّﺘِﻲ ﻋَﻠَﻰ ﺍﻟﻌِﻠْﻢِ َﻭَﻣﺎَ
ﺧﺎَﻟَﻄْﺖُ ﻟَﻌَّﺎﺑﺎً ﻗَﻂُّ، ﻭﻻَ
ﻋَﺎﺷَﺮْﺕُ ﺇﻻّ ﺃَﻣْﺜَﺎﻟِﻲ ﻣِﻦْ ﻃَﻠَﺒَﺔِ
ﺍﻟﻌِﻠْﻢِ ﻭَﺃََﻧﺎَ ﻓِﻲ ﻋَﺸْﺮِ ﺍﻟﺜَّﻤﺎﻧﻴﻦ
ﺃَﺟِﺪُ ﺍﻟﺤِﺮْﺹَ ﻋَﻠَﻰ ﺍﻟﻌِﻠْﻢِ
ﺃَﺷَﺪ ّﻣِﻤّﺎَ ﻛُﻨْﺖُ ﺃَﺟِﺪُﻩُ ﺍﺑْﻦَ
ﺍﻟﻌِﺸْﺮِﻳﻦ ”
] ﺳﻴﺮ ﺃﻋﻼﻡ ﺍﻟﻨﺒﻼﺀ،
ﻟﻠﺬﻫﺒﻲ :18/446

هر طالب اومحصل باید زده کړه اوبیا زده کړه لویه موخه وګرځوي، او له علم سره یې مینه باید له نورو ټولو مینو زیاته او ژوندۍ وي، د هر مطلوب په پوره توګه ترلاسه کول هلته شونی او ممکن ګرځي چې طالب زیاته مینه ورسره ولري. علم او پوهه ترټولو مهم او ضروري مطلوب اوهدف دی او له دې ستر هدف سره لیونۍ مینه دا هدف موږ ته په لاس راکولی شي.

د موجوده وخت طالب العلمانو او محصلینو ته په توجه سره د انسان د زړه درد زیات او ناامیدي یې ونڅوي، د تاسف خبره داده چې زموږ دسلفو علماو دا ډول خوندورې او له پند اوموعظت ډکې خبرې هم دهغوی غیرت نشي تخنولی، هغوی په لوبو او الکټرونیکو وسایلو خپل ارزښتناک ژوند قتلوي، او د وخت او ژوند دې قاتلانو ته مسلمان امت په تمه ده چې زموږ راتلونکی وخت به دوی ژغوري او مسلمانو ولسونو ته به نجات ورکوي. خو دوی یې په نړیوالو لوبو کې د جامونو د ګټلو خوبونه ویني .

دا د لوبو مینان دي پوه شي چې دعلم مینه دوی ته له بلې هرې مینې لازمي اوضروري ده، علم اوپوهه باید لومړی هدف وګرځول شي، نو له علم سره مینه وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx