افغانستان

طالبانو نوی جهادي فیلم نندارې ته وړاندي کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د لړم۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو د الاماره سټوډیو له لورې نوی جهادي فیلم نندارې ته وړاندي شو.

طالبانو په لومړي ځل په غزني کې د خپلو نظامي، فکري فعالیتونو، چاودنو، کمینونو، بریدونو، نفوذ او وسله وال مقاومت له ویډيويي صحنو جوړ شوی فیلم «د حماسو ډګر» په نوم خپور کړ.

دا فیلم چې ټولټال یو ساعت او شاوخوا ۲۴ دقیقې دی، په ډیر عالي او مؤثر کیفیت جوړ شوی او په انځوریزه بڼه یې د دغه ولایت تاریخي شالید، جغرافیوي موقعیت او لقبونو ته لنډه کتنه کړې. همداراز د روسانو دیرغل په خلاف یې ددغه ولایت ستایني تر څنګ د امریکایانو او دهغوی د ایتلافي پولنډي ځواکونو په خلاف د غزني د ولس د مقاومت ستاینه کړې او په دغه ولایت کې یې د خپل پراخ نفوذ بیلګې ځای پر ځای کړي.

د غزني په اړه د طالبانو په دې ویډيو کې د غزني ولایت لاندي ویاړنې او لقبونه راوړل شوي:

غزنی د تمدنونو ځانګو
غزنی، د امپراتوارانو کور
غزنی، د کلتورونو او تهذیبو پلازمېنه
غزنی، د اشغالګرو او یرغلګرو د ځغلولو ډګر
غزنی، عروس البلاد
غزنی، د اولیاء کرامو مدفن
غزنی د حماسه جوړونکو او بت ماتونکو ټاټوبی

da-hamaso-dagar
د غزني په اړه د طالبانو دا لومړنی فیلم په خواله رسنیو، ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه نشر شوی.

غزني ته د حماسو د ډګر نوم ورکړه شوی، او په همدې نامه نومول شوی دا ویډيويي فیلم په ټوله کې په دریو برخو ویشل شوې. لومړی پکې هغه چاودنې ښودل شوې، چې اکثره یې د کابل – کندهار پر لویه لار د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر بهرنیو او کورنیو ځواکونو ترسره شوې دي.

په دوهمه برخه کې يې د یو سرتېري برید صحنه او د بریدګر څرګندونې او احساسات نندارې ته وړاندې کړي او په وروستۍ برخه کې د ولایت په مختلفو سېمو کې د مخامخ ، راکټي او مزایلي بریدونو او همداراز په قره باغ کې د شهیدانو په یاد د یوې جوړې شوې غونډې د ویناوالو خبرې او په وروستۍ برخه کې د رشیدانو ولسوالۍ انګړ ښودل کېږي ، چې د طالبانو لاس  ته د ۱۳۹۲ لمریز کال د سرطان د میاشتې په ۲۴ نېټه کې لوېدلی.

په دغه فلم کې د چاودنو د صحنو ښودلو سره هم مهاله په ډیر ویاړ سره ویل کیږي چې د طالبانو په لاس جوړ شوي ماینونه هغه پرمختللي نوي آلې هم نشي کشفولای چې بهرنیانو د همدې کار لپاره له ځانه سره را وړي، ځکه چې په یو شمېر چاودنو کې همدا موټر او ټانګونه د ماین په کشفولو بوخت وي، چې وروسته تر اطمینان په ماین وربرابر شي او چاودنه باندي وشي.

په دغه څه باندې یو ساعته فلم کې د آب بند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د را نسکوره شوې بې پېلوټه الوتکې صحنې هم ښودل شوي دي.

طالبان چې خپل د رسمي فرهنګي فعالیت لپاره په خپلو تشکیلاتو کې ځانګړې کمیټه لرې، په دې وروستیو کې فعالیت خورا زیات شوي او غځېدلي. دوی په محلي کچه د چاپي رسنیو او مجلو سربیره په انټرنیټ کې د شهامت په نامه په پنځو ژبو ویب سایټ  لري،چې د دوی د رسمي دريځ، خبرونو، تبصرو او اعلامیو لپاره یوازینۍ موثقه او باوري سرچېنه بلل کېږي. ددغه فعالیت سربیره په ټولنیزو پاڼو کې هم فعاله ونډه اخلي.

د طالبانو د فرهنګي کمیسون د سمعي او بصري څانګې یو کارکوونکي چې د نن ټکي اسیا سره یې د فیسبوک له لاري اړیکه ونیوله، نن ټکی اسیا ته د فیلم او د هغه سره د ملې خبرتیا د کټ مټ خپراوي د سپارښتنې تر څنګ وویل چې دوی د الاماره سټوډیو تر چتر لاندي په لسګونو نور ورته فیلمونه نشر کړي، چې شمېر یې ۴۲ ته رسیږي او ټول فیلمونه د نورو سټوډیوګانو د فیلمونو تر څنګ د شهامت مووي په نامه ویب سایټ کې موندل کیږي او زیاته یې کړه چې دوی اوس هم یو شمېر فیلمونه تر لاس لاندي لري، چې ډیر ژر به یې نندارې ته وړاندي کړي.

د طالبانو له لوري ددغه فیلم لینکونه او په څلورو ژبو ترتیب شوې خبرتیا  تیره ورځ رسنیو ته لیږل شوې، خو نوموړي شکایت درلود او ویې ویل چې اکثره رسنۍ د امریکایانو د سفارت تر څارني لاندي خپرونې کوي، هغوی هېڅ وخت زمونږ خبرونه نه نشروي او تور یې ولګاوو، چې یوازي هغه څه نشروي، چې د امریکا سفارت ورته وايي.

باید وویل شي چې د طالبانو دغه نوی فیلم د یوټیوب تر څنګ په ټولنیزو پاڼو کې په پراخه کچه خپور شوی، د یوټیوب ویډیو او هغه لینکونه چې نن ټکی اسیا ته لیږل شوي، په لاندي ډول دي:

http://www.youtube.com/watch?v=rZqFMpwHWFA

د کتلو لپاره
 https://archive.org/details/yasir_DHSD_20141103_1743

د داونلود لپاره
https://archive.org/download/yasir_DHSD_20141103_1743/DHSD.mp4

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x