ملا سلام ضعیف: د سولي په اړه برتانیې سره زما خبري بې اساسه دي

mullah-abdul-salam-zaeefنن ټکی آسیا: ملا عبد السلام ضعیف په خپل فیس بوک پاڼه کې هغه خبري په کلکه رد کړي چې ګواکي نومړي برتانیې ته تللی او د سولي په اړه یې د برتانوي او افغان چارواکو سره خبري کړي.. ملا ضعیف وویل چې نه ده داسی یو رنګه بلنه ورکړه سوې او نه دی په اوس وخت کې د هیڅ یو ډلې نمایندګي کوي، ده هغه خبرونه ټوله په کلکه سره رد کړي په کومو کې چې ویل کیده دی لندن ته د برتانیې د حکومت په بلنه تللی او په افغانستان کې د سولي په اړه خبري کړي..

لاندي د ملا عبد السلام ضعیف د اعلامیه متن دی.. چې مونږ یې کټ مټ خپرو..


پرېس

كوم خبر چې زما په اړه د برتانیې دورځپاڼې ډلي ټګراف لخوا خپور سویدی کوم چې په هغه کې ويل سویدې داچې ګواکې زه دبرتانیې دخارجه وزارت لخوا او یا د حکومت لخوا د دوی په خبره دسولې دخبرو لپاره دعوت سوی یم بې اساسه اوپه غلطو معلوماتو ولاړه اوبې بنسټه خبره ده ماته هیڅ کله دبرتانیې د حکومت او یا د هغوی خارجه وزارت له لورې داسې بلنه نده راکړل سوې اونه ماته ددوی دسفارت لخوا په مستقیم او يا غیر مستقیم ډول داسې بلنه را رسیدلې ده البته دیوه افغان په صفت که هرڅوک زما سره دسولې په اړه مشوره او پوښتنې کوې زه د یوه مسلمان او افغان په توګه دبشرې ناورین دپای ته رسیدو لپاره رشتونې مشوره ورکوم خو دا به هیڅ وخت په دې مانا نه وې چې زه دچا یا یوې ټولی نمائندګې کوم.

زه یو ازاد انسان یم په طبعې ډول یو انسان دنړی دنورو انسانانو سره لیده کاته کوې، د ډيرو اړتیاوه لپاره بل ځای ته سفرونه کوې، تجارت کوې، دمریضی دپاره یوځای ته ځې، ددوستانو دلیدلو لپاره یوځای ته ځې، په دعوتونو مجلسونو اوکنفرانسونو کې ګډون کوې دعادې انسان په توګه دا زما حق دی اودا عادې خبره ده خو دا ددې مانا نلرې چې دابه هرومرو د یو چا نمائندګې کوې، زما دټولو مطبوعاتو څخه غوښتنه داده چې دوی باید په دې باندې پوی سې چې زه اوس په کوم موقف کې یم زه یو عادې افغان یم، زه  پرته دخپله ځانه د هيچا نمائنده یا استازی نیم، زه دهيڅ یو اړخ سره اوس عضویت نلرم نه دافغانستان داوسنی ادارې سره نه د افغانستان د اسلامې امارت سره اونه د افغانستان دخلکو استازی یم، نه دسولې پروسه چې کومه روانه ده له هغه سره کوم تړاولرم په رشتينې توګه دافغانستان په اوسنې مردار او دروغژن سیاست کې هيڅ علاقه هم نلرم نوله همدې کبله زما هیله داده که زه یوځای ته ځم یاد یوچا سره لیده کاته او خبره کوم هغه ته باید غلط اوتبلغاتی رنګ ورنکړای سې اونه په غلط اوبې بنسټه اساس ولاړ کاذب اودرواغجن امیدونه خلکوته ورکړې دمطبوعاتو رسالت باید په رشتونې بنسټ ولاړوې.

په درناوې ملا عبد السلام (ضعیف) ۱۳۸۹/۱۱/۲۷

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د