افغانستان

ننګرهار کې پوهنه د طالبانو په مرسته پر مخ ځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو او شېرزادو ولسوالیو کې د پوهنې چارواکي وايي چې د پوهنې په برخه کې ورسره طالبان مرسته کوي او د دوی د همکارۍ پر مټ لسګونه ښوونځي فعاله دي.

ننګرهار ولایت کې شېرزاد او خوږیاڼي یو له هغو ولسوالیو څخه دي چې طالبان په کې د ولسوالیو له مرکزونو پرته پر ټولو سیمو واکمن دي.

د شېرزادو ولسوالۍ د پوهنې مدیر غلام محمد پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې په دغه ولسوالۍ کې هيڅ داسې ښوونځی نشته چې یا دې تړلی وي او یا دې د طالبانو له ګواښ سره مخ وي.

نوموړي زیاته کړې چې د پوهنې په بهیر کې دوی هيڅ ستونزه نه لري او ټول مواد د شېرزادو ولسوالۍ ټولو ښوونځیو ته رسیږي.

په شېرزادو ولسوالۍ کې ۳۱ ښوونځي موجود دي چې ۱۰ يې لېسې دي. همدا راز په دغه ولسوالۍ کې د انجونو ۲ لیسې هم فعالې دي چې د چارواکو په وینا ۳ دورې فارغین یې ورکړي.

د پوهنې رییس وايي چې اوسمهال ۲۳زره زده کوونکي ددغې ولسوالۍ په ښوونځیو کې زده کړې کوي چې لمنځه یې ۷ زره انجونې دي.

همدا راز د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې ددغې ولسوالۍ ټول ښوونځي فعاله دي.

د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو د سیمې یو اوسېدونکې حبیب الرحمن نن ټکی اسیا ته د تلیفون پر کرښه وویل چې ددغې ولسوالۍ ټول ښوونځي د طالبانو تر نظارت لاندې کارونه پر مخ وړي.
حبیب الرحمن زیاته کړه چې یواځې په وزیرو کې تقریبا لیسې، مدرسې او ابتدايه مکتبونه موجود دي چې ټول د طالبانو تر نظارت لاندې دي.

نوموړی وايي چې د استادانو حاضري هر سهار طالبان اخلي او ټول هغه استادان چې غیرحاضري کوي، مجازات کوي او پر حاضرۍ يې مجبوروي.

د وزیرو د سیمې دغه اوسېدونکی همدا راز وویل چې «څه موده وړاندې د الجهاد عالي لیسې مدیر د وزیرو د لیسې د مدیریت سربېره په یوې بلې لیسه کې هم مدیریت اخېستې و چې طالبانو لخوا له هغه کار څخه منع شو او ورته وویل شول چې په یو وخت کې باید د یوې لیسې د مدیریت کار پر مخ ویسي کنه له دندې به لرې شي چې وروسته مدیر د بلې لیسې مدیریت پريښود».

د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو د سیمې د طالبانو قومندان قاري لطف الله وزیري سره مو تر یو لړ ډیر کوښښونو وروسته اړیکه ونیوله، نوموړي نن ټکی اسیا ته د تلیفون پر کرښه وویل چې ټول ښوونځي د دوی تر نظارت لاندې دي او دوی نه پریږدي چې ښوونکي غیرحاضري وکړي.

وزیري د نن ټکی اسیا ددې پوښتنې په ځواب چې په سیمه کې د انجونو ښوونځي فعال دي که بند، وویل چې په هغو سیمو کې چې د دوی تر واک لاندې دي د انجونو ټول ښوونځي فعاله دي.
وزیري وویل چې که څه هم دوی پر جګړه بوخت دي خو د پوهنې لپاره دوی ځانګړی کمېسیون لري او وخت پر وخت دغه کمېسیون د ښوونځیو څخه لیدنه کوي، د استادانو حاضري ګوري او نصابي کتابونه لولي.

په عین حال کې د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبان د ټولو معلمان حاضري اخلي او د «فرهنګ/کلتور» په نوم تدریسي کتاب چې د موسیقۍ په اړه په کې معلومات هم لیکل شوي، په ښوونځیو کې پر تدریس بندیز لګولی.

دننګرهار ولایت په نورو ولسوالیو کې هم خلک وايي چې د طالبانو لخوا پر ښوونځیو نظارت پر معلمانو مثبت اغېز کړی دی.

د ننګرهار ولایت د پوهنې رییس الله داد اسماعیلزي ویلي چې په «فرهنګ/کلتور» نومې کتاب باندې د طالبانو بندیز د دوی لپاره ډارونکی دی. نوموړی وايي چې څه ډول طالبان فکر کوي، کتاب کې هغسې څه نشته، یواځې په دغه کتاب کې د افغانانو کلتور او عنعناتو په اړه معلومات دي.

نوموړي زیاته کړې چې «د افغانستان خلک ددې حق لري چې د خپل کلتور او عنعنات زده کړي. زه اطمنان لرم چې طالب وروڼه به ددغه کتاب تدریس ته اجازه ورکړی».

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې «د اسلامي امارت په استازیتوب مې ټولو عامو ښوونځیو ته په دې اړه خبر ورکړی چې د «فرهنګ/کلتور» په نوم کتاب تدریس نه کړي، ځکه په دغه کتاب کې زده کوونکو ته د موسیقۍ او ګډا په اړه زده کړه ورکول کیږي او دغه اعمال د اسلام له احکاماتو سره په ټکر کې دي. موږ د ټولو هغه کارونو سره چې د اسلام له احکاماتو سره په ټکر کې وي مخالف یو».

د «فرهنګ/کلتور» په نوم کتاب کې د افغاني لاسي صنایعو او نورو هغو موضوعاتو چې په کلتور پورې اړوندې دي څرخي او په لسم، یوولسم او دولسم صنفونو کې تدریسیږي. طالبان ددغه کتاب د «موسیقۍ» په نوم له فصل سره مخالف دي او دا د اسلام د احکاماتو مخالف ګڼي او له همدې امله یې پر تدریس بندیز لګولی.

طالبان د ښوونځیو، معلمانو او نصاب څارنه کوي

طالبانو نه یواځې دا چې پر هغو کتابونه چې د اسلامي احکاماتو سره په ټکر کې دي پر تدریس بندیز لګولی خو سربېره پر دې د دوی د واکمنۍ لاندې سیمو کې ښوونځیو ته ورځي، حاضري ګوري او غیرحاضر استادان غیرحاضروي.

پژواک خبري اژانس د ننګرهار ولایت د یوې لرې پرتې سیمې د ښوونځي سرمعلم له قوله لیکلي چې طالبان ددوی ښوونځیو ته په اونۍ کې دوه یا درې ځل ورځي.

نوموړي په وینا «طالبان د معلمانو حاضري ګوري، کوم استادان چې نه وي، هغوی غیرحاضروي. کوم وخت چې موږ ته معاشونه راورسیږي، طالبان دوی ته راځي او د غیرحاضرۍ پر اساس د دوی معاشونه ترې ګرځوي».

د رودات ولسوالۍ په احداد سیمه کې د لسم صنف متعلم لیاقت د خولې پژواک لیکلي چې «یو وخت به معلمانو دوی ته امر کاوه څو په پټیو کې یې لو وکړی. ځیني استادانو اړ ایستلو ، چې د هغوی د کرکیلې له ځمکو واښه وریبو. او موږ ته یې ویل چې د کوکنارو حاصل ورته راوړو. کله چې طالبان له دغه کاره خبر شول استادان يې وګواښل چې هيڅکله پر زده کوونکو کار ونه کړي او زده کوونکي دې پریږدي چې خپل درسونه ووايي. طالبانو استادان تهدید کړل چې که دغه کار دوام وکړي له جدي پایلو سره به مخ شي. اوس هيڅ استاد له موږ نه غواړي چې کار ورته وکړو».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x