افغانستان

افغان مسيحيان نوي حکومت کې د خپلو حقونو خونديتوب ته هيله من دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لړم ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د امريکا، برتانيا او نړيوالې ټولنې د هڅو په پایله کې د رامنځته شوي ايتلافي حکومت په راتلو سره افغان مسيحيان هيله من شوي، چې له دې وروسته به یې حقونه خوندي شي او د دوی د کړنو مخنيوي کوونکو خلکو مخه به ونيول شي.

يو لندن ميشتي افغان مسيحي مبلغ کابل پريس سره په خپله مرکه کې ويلي، چې د اشرف غني د مسيحۍ ښځې رولا غني په مرسته دوی هيله من دي، چې له دې وروسته به يې افغان ټولنه کې هر ډول حقونه خوندي وي.

نوموړي مبلغ زياته کړې، د رولا غني په مرسته به د افغان مسيحيانو ټولنيز او مذهبي حقونه ترلاسه کړي او په ازاده توګه به وکولای شي، چې خپل مذهبي فعاليتونه او تبليغ پر مخ بوځي.

دغه عيسايي مبلغ وايي، چې افغانستان کې د مذهبي ګوندونو په ځانګړې توګه د طالبانو له وېرې يې جلال اباد او نورو لرې سيمو کې خپل فعاليتونه درولي او دمګړۍ يوازې په پلازمېنه کابل کې ازاد فعاليتونه لري.

دغه مبلغ زياتوي، چې د اشرف غني او رولا سعادة په مرسته هيله من دی، چې ډېر ژر به ګرد افغانستان کې د قانون له مخې خپل مذهبي فعاليتونه او مسيحي تبليغ په ازاده فضا کې وکړای شي.

کابل پريس د مسيحي مبلغ له قوله وايي، چې رولا غني کولای شي، چې د لبنان مسيحي ټولنې په مرسته افغانستان د مسيحيانو لپاره چاپيريال چمتو کړي او مسيحي مذهب ته د افغانستان په مسلمانه ټولنه کې د ازاد فعالیت اجازه ورکړي، ترڅو افغانان د متقابل احترام پر بنسټ مسيحي دين په خوښۍ وزغمي.

افغان مسيحي مبلغ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ټاکنو پر مهال کوښښ کاوه، چې ځان سرسخت مسلمان وښيي او افغاني ټولنه کې خپل اعتبار جوړ کړي او له همدې امله يې تل تسبيح هم په لاس کې نيولي وي او ټاکنيزه نښه یې هم قرانکريم وه، مګر ولسي خلک فکر کوي، چې اشرف غني لويديځ کې لوی شوی او د هغو په مرسته واک ته رسيدلي، نو دا به بې ځایه وي، چې د افغانستان د ۹۹،۹ سلنې مسلمانې ټولنې او اسلام د پيروي او خواخوږي تمه ترې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kakar

وايي دا خاوره بيا يو انقلاب غواري ددي يهودو نه حساب غواري
دوي به توبك ويشتل مزه ن كوي. دوي د طالب غوندي قصاب غواري

عبدالغفارجُبیر

داشرف غنی په راتګ سره دواتیکان هره غوښتنه ددیموکراسی ترچترلاندی ومنل شی، هغه عیسایی مرتدین چی په هندوستان کی دی، په پاکستان کی اودنړۍ په نوروسیموکی دی هغوته به اوس په ښکاره ډول سره اجازه ورکول شی چی خپل پوره فعالیت وکی، کلیساوی به تعمیرکړی، بایبلونه چی په پاکستان کی ورته چاپیږی هغه به په افغانستان کی چاپوی اودارتدادلړۍ به پیل کړی چی دادواتیکان یوارمان دی له پیړیوراهیسی، په تاریخ کلیساکی لیکلی دی ((موږعیسایی نړۍ ډیرکوښښ وکړچی په ټوله نړۍ کی عیسایت خپورکړوهرځای کامیابه شوخوپه سعودی عربستان اوافغانستان کی کامیبابه نشو، موږبه وراتلونکونسلونوته داپریږدوچی په دی سیموکی هم لومړی نوک… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x