افغانستان

دهیواد مشهور عالم خلیفه صاحب عنایت الله (مشهورپه کسټم خلیفه صاحب ) له فاني دنیا سترګې پټې کړې

خلیفه صاحب عنایت الله په ډیره خواشینۍ سره موخبرترلاسه کړ چې دهیواد وتلی  او مشهور عالم پیر طریقت او شریعت  خلیفه صاحب عنایت الله (مشهور په کسټم خلیفه صاحب ) دورپیښې ناروغۍ له امله  د۸۲ کالو په عمر  نن دوشنبه  دسهار پر اتو بجو دپاکستان  دکراچې په ښار کې  له دې فاني دنیا نه دابدنړۍ ته رخصت شو .انالله واناالیه راجعون

 

ارواښاد  خلیفه صاحب عنایت الله  رحمه الله  له نن نه دوه اتیا کاله وړاندي دغزني ولایت دمقر ولسوالي دزرکشان په کلې کې  دې فاني دنیا ته سترګې وغړولې  ،دديني علوموزده کړې یې  دهیواد په مختلفو ولایتونو غزني کابل او مزارشریف کې له وتلو او جیدو علماو کرامو نه ترلاسه کړې .

 

پر افغانستان دسره پوځ  دیرغل پر مهال نوموړی په غزني کې  دروسانو او دهغوۍ دګوډاګیانو په خلاف په وسلوال جهاد او مقاومت لاس پورکړ، نوموړي په خپله سیمه کې دمجاهدینو دمشر په توګه  پاته شوي او په یوه دلاور جهادي شخصیت سره  یې شهرت درلود، دجهادپه وروستیو کلنو کې دخپل دیار پريښودلو ته مجبور شواو دپاکستان  دکوټې ښار ته یې هجرت وکړ ، هلته دبلیلي کسټم په سیمه کې میشت شو او په همدغه سیمه کې دطالبانو په روزلو او دتدریس په چارو مصروف شو.

مرحوم خلیفه صاحب  دهیواد په کچه وتلی روحاني او صوفي شخصیت وو نوموړي دتصوف دنقشبندیې معصوميې طریقې مرشد او خلیفه وو چې دطریقت سند یې  ضیاالمشایخ حضرت محمد ابراهیم جان مجددي صاحب  ته رسیږي ،نوموړی دتصوف  په دې سلسله کې په زرګونوتنه مریدان او مخلصین لري او ګڼ شمیر علماکرام یې خلیفه ګان پاته شوي.

کله چې په کال ۱۴۱۵ هجري قمري کې دطالبانو اسلامي تحریک پیل شومرحوم خلیفه صاحب  له هغو کسانو څخه وو چې په ډیر اخلاص یې دتحریک ننګه او ملاتړ وکړ.

دطالبانو دنوموړي مړینه یوه جهادي او علمي نه جبرانیدونکي ضایعه بللي خپل دتسلیت مراتب یې دنوموړي کورنۍ او قریبانو ته دیوه رسمي بیان په خپرولو وړاندي کړي

په ۲۰۰۱ کال کې چې یرغلګرو امریکایانو او متحدینو یې په افغانستان تیری وکړ خلیفه صاحب مرحوم  داشغال په اوایلو کې لا دجهاد اعلان وکړ، عام مسلمانان اوخپل ټول مخلصین او متعلقین یې دیرغلګرو خلاف جهاد کولو ته  وهڅول .

خداي بخښلی خلیفه صاحب له ډیرې مودې راهیسي ناروغ وو سږ کال هم دخپل معمول له مخي دحج په وخت کې بیت الله شریفې ته لاړ چې دحج دفریضې ترادا کولومخکي سخت ناروغ شو او دمدینې منورې په یوه روغتون کې بستر شواو له هغه ځایه دپاکستان دکراچې ښارته انتقال او په یوه روغتون کې تر تداوي لاندي ونيول شو،چې نن سهار اته بجې یې دورپیښې ناروغۍ له امله د۸۲ کالو په عمر له دې فاني نړۍ نه دابد لپاره مبارکې سترګې پټې او خپل ځان یې حقیقي بادار ته وسپاره ،   روح دي ښاد او یاد دې تل ترتله وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x