طالبانو پر اقصی مسجد د صهیونستي یرغلګرو تېری په کلکه غندلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د لړم۱۸مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو پر بیت المقدس او اقصی مسجد د اسرایيلي یرغلګرو وروستي پر له پسې بریدونه، چې له څو اوونیو راهیسې روان دي، په سختو ټکو غندلي او اسلامي هېوادونه یې د خپلمنځي اختلافاتو پرېښودلو او له اسلامي مقدساتو د ننګي او دفاع غږ کړی.

طالبانو په یوه رسمي اعلامیه کې لیکلي، چې اسراييلي عسکرو د تیرې چهارشنبې په ورځ د اقصی مسجد دننه د صلاح الدین ایوبي د محراب توهین او هلته د قرآن عظیم الشان او نورو اسلامي کتابونو سپکاوی کړی دی.

د طالبانو په اند «اقصی مسجد د مسلمانانو د لومړۍ قبلې په توګه د بشپړ اسلامي امت لپاره د احترام وړ او پر ټولو د دفاع او د اسراییلي یرغلګرو له تېري د ژغورلو حق لري. »

طالبانو له اسلامي هېوادونو، اسلامي کانفرانس، د اسلامي علماوو پر نړیوالې ټولنې او نورو اړونده مذهبي مراجعو غوښتي، چې د ديپلوماتیکي فشارونو له لارې  د اسرایيلو او صهیونیستي رژيم د روان تېري ،سپکاوي او یرغل مخنیوی او د مظلومو فلسطینیانو مرسته وکړي.

طالبانو همداراز اسلامي هېوادونو ته ور پام کړي، چې د خپلو مسلمانو وروڼو په خلاف د امریکا په مشرۍ د نړیوالو صلیبي ایتلافي پر ځای د مسلمانو هېوادونو او اسلامي امت د دفاع لپاره یو اسلامي ایتلاف تشکیل کړي او د هغه برخه وګرځي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي : «په مسجد اقصی باندې د یهودي اشغالګرو دغه تیری په داسې حال کې ترسره کیږي چې  له بده مرغه  داسلامي نړۍ یوشمیر هیوادونه نن د امریکايي ایتلاف تر چتر لاندې د اسلامي امت دمصالحو خلاف راټول شوي او په دې لاره کې  خپل پوځي او مالي لګښتونه کوي  .

اسلامي امارت  د دغو هیوادونو له مسلمانو چارواکو څخه  غواړي چې هغوی  دې له امریکايي مصالحو څخه د دفاع پرځای د مسجد اقصی د دفاع په خاطر په یوه اسلامي ایتلاف کې سره راټول  او دمسلمانانو له لومړۍ قبلې څخه دې د یهودي تجاوزاتو د مخنیوي په لاره کې خپل اسلامي او اخلاقي  مسؤلیت ترسره کړي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د