د امت لويان

خپل شاګرد ته د امام ابو حنیفه رحمه الله وصیت- (۱۷)

حامد افغان

هرچا ته مینه ښکاره کول د دعوت مهم اسلوب دی

امام ابوحنیفه رحمه الله خپل شاګرد یوسف بن خالد السمتي ته وایي: څومره چې دي له وسه کیږي خلکو ته مینه ښکاره کړه، سلام کول زیات کړه که سپکو خلکو ته وي هم. وأظهر توددا إلى الناس ما استطعت وأفش السلام ولو على قوم لئام. له هر چا سره مینه کول او په ورین تندي ور سره مخامخ کیدل د اسلام د داعي له پاره بیخي ضروري دي او د الله دین ته د خلکو رابللو په نیت دا کار ښه مؤثر او ډیر اغیزمن ده، دا دعوت مهم اسلوب داعي د خلکو په منځ کې محبوب ګرځوي او په دې صورت کې د هغه خبره اغیزمنه ګرځي.

د دعوت په لاره کې د خلکو مینه او محبت ځان ته را جلبول د رسول الله صلي الله علیه وسلم لاره ده او صحابه کرامو به کوښښ کاوه چې دا لاره خپله کړي په دې لړ کې څو بیلګې را اخلو، ابوهریره رضي الله عنه د خپلې مور کیسه کوي او وایي: ما به هر وخت خپله مور اسلام ته را بلله هغه مشرکه وه، یوه ورځ مي چې د اسلام دعوت ورکړ هغې په رسول الله صلي الله علیه وسلم کې داسي خبرې وکړې چې په ما بدې لګیدلې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په ژړا ورغلم او هغه ته مي وویل: یارسول الله زه هر وخت خپله مور اسلام ته رابولم خو هغه یې نه مني، نن مي چې هغې ته د اسلام بلنه ورکړه نو په تا کې یې بدې خبرې وکړې، نو ته الله ته دعا وکړه چې د ابوهریره مور ته هدایت وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ای الله د ابوهریره مور ته هدایت وکړه.

ابوهریره رضي الله عنه وایي: زه په داسي حالت کې راووتلم چې د الله د نبي په دعا خوشاله وم، د خپل کور دروازې ته چې ورسیدلم هغه بنده وه، مور مي چې زما د پښو اواز واوریده راته ویې ویل: ابوهریه یوڅه صبر وکړه، دی وايي: ما د اوبو شوړیدا واوریدله، هغې چې غسل وکړ او جامې یې واغوستلې دروازه یې راخلاصه کړه، او په دروازه کې یې راته وویل: أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمدا عبده ورسوله، دی وایي: زه له خپلې دروازې بیرته وګرځیدلم او رسول الله صلي الله علیه وسلم ته په داسي حالت کې ورغلم چې له خوشالي مي ژړل، هغه ته مي وویل: یارسول الله زیری درکوم ستا دعا الله قبوله کړه او د ابوهریره مور ته یې هدایت وکړ، هغه الحمد لله وویله د الله ثنا او ښې خبرې یې وکړې.

ابوهریره وایي: ما ورته وویل: یارسول الله ! الله ته دعا وکړه چې ما او زما مور خپلو مومنانو بندګانو ته ور ګران کړي، او هغوی موږ ته را ګران کړي، نو رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل: ای الله ستا دا بنده او مور یې ستا مومنو بندګانو ته ورګران کړې، او دوی ته هم مومنان ورګران کړې، نو هر مومن به چې زما نوم اوریدی او یا به یې زه لیدلم مینه به یې راسره کول. قلت: يا رسول الله ادع الله أن يحببني أنا وأمي إلى عبادة المؤمنين ويحببهم إلينا قال: فقال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: «اللهم حبب عبيدك هذا -يعني أبا هريرة- وأمه إلى عبادك المؤمنين وحبب إليهم المؤمنين فما خلق مؤمن يسمع بي ولا يراني إلا أحبني. رواه مسلم، رقم (6476).

په دې کیسه کې له رسول الله نه د ابوهریره وروستۍ غوښتنه زموږ موخه ده او هغه دا چې ورته ویې ویل : یارسول الله ! الله ته دعا وکړه چې ما او زما مور خپلو مومنانو بندګانو ته ور ګران کړي، او هغوی موږ ته را ګران کړي.

دا راز په یوه بل روایت کې راغلي چې یو سړی رسول الله صلي الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویې ویلة یارسول الله داسي عمل راوښیه چې په کولو سره یې په الله او خلکو ګران شم، هغه ورته وویل: د دنیا زهد غوره کړه په الله به ګران شې او خلک چې څه لري هغه ته تمه مه لره نو په خلکو به ګران شې. عـن أبي العباس سهل بن سعد الساعدي رضي الله عنه قال: جاء رجل إلى النبي – صلّى الله عليه وسلّم – ، فقال: يا رسول الله دلّني على عمل إذا عملته أحبني الله وأحبني الناس، فقال: “ازهد في الدنيا يحبك الله، وازهد فيما عند الناس يحبك الناس”. (حديث حسن، رواه ابن ماجه وغيره بأسانيد حسنة) .

څوک چې خاک د الله دین ته رابولي هغه باید په داسي اخلاقو ځان وپسولي چې د خلکو مینه ورسره زیاته شي تر څو د ده خبرو منلو ته تیار وي، داراز داعي ته لازمه ده چې له هغو کارونو ځان وساتي چې له دین نه د خلکو د لیرې کیدلو سبب ګرځي، د داعي او لار ښود په بد کار او غلط عمل که څوک بیلاري شي د هغو په ګناه دی هم ور شریک دی، رسول الله صلي الله علیه وسلم په ډیره سختي سره معاذ بن جبل رضي الله عنه د لمانځه له اوږدولو منعه کړ ځکه په هغه سره خلک په فتنه کې لویدل، سره له دې چې که خلکو ته تکلیف نه وي د لمانځه اوږدول مستحب او مستحسن کار دی، خو بیا هم رسول الله صلي الله علیه وسلم معاذ ته دری ځله وایي: ایا ته خلک په فتنه کې اچوې. هغه روايت دا دی: عَنْ عَمْرٍو قَالَ سَمِعْتُ جَابِرَ بْنَ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ كَانَ مُعَاذُ بْنُ جَبَلٍ يُصَلِّي مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ثُمَّ يَرْجِعُ فَيَؤُمُّ قَوْمَهُ فَصَلَّى الْعِشَاءَ فَقَرَأَ بِالْبَقَرَةِ فَانْصَرَفَ الرَّجُلُ فَكَأَنَّ مُعَاذًا تَنَاوَلَ مِنْهُ فَبَلَغَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ فَتَّانٌ فَتَّانٌ فَتَّانٌ ثَلَاثَ مِرَارٍ أَوْ قَالَ فَاتِنًا فَاتِنًا فَاتِنًا وَأَمَرَهُ بِسُورَتَيْنِ مِنْ أَوْسَطِ الْمُفَصَّلِ قَالَ عَمْرٌو لَا أَحْفَظُهُمَا. متفق علیه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Eng.Mohibullah Yousufzai

ده نجیب کو دی مردار لعین مردود کوعکس مشیرکوی زکه دی افغانانو دی بدبختی عامل همدغه کسان ول

Eng.Mohibullah Yousufzai

ګرانو! دمهرباني له مخي يې هره ورځ يو- يو پيادوي او که هيڅ وخت نلري نو يې فقط او فقط د اوني يو- يو پيادوي. نه پوهېږم چي ددې ګټي او ثوابونه په کومو ټکو کښي بيان کړم زما دايمان اوعقيدي وروڼوهرسړي ته مرگ راروان دي كه موږدځانه سره سوچ اوفكر وكړوچې د50 يا 60 كلونوعمر لپاره موږڅومره خواري اوهلي ځلي په دنيا كې كووخو هغه ژوند چې عبدالعبد دي موږ دهغه لپاره څه كړي دي؟ لا اله الاالله محمد رسول الله حضرت محمدصلي عليه وسلم فرمايلي : مَن حَِفَظ َعَلي ا ُمُتِي اَربَِعينَ حَدِيثًا فِي ا َمرِ دِينِهَا بَعَثَهُ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x