نړۍ

اروپايي اتحاد: فلسطیني دولت باید په رسمیت وپېژندل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، د لړم۱۹مه، ۱۳۹۳ل): د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست نوې مشره وايي ، چې نړۍ په غزه کې د بیا جګړې د لېدلو توان نلري او باید د فلسطین خپلواک دولت را منځته شي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکوي، چې د اروپايي اتحاد د بهرني سیاست نوې ټاکل شوې مسؤله فدریکا موګریني چې په دې وروستیو کې د کاترین اشتون پر ځای راغلې، تېره ورځ له غزې څخه په لومړۍ کتنه کې وویل، تر ټولو وروستۍ موخه دا ده چې فلسطیني دولت باید را منځته او په رسمیت وپېژندل شي او همدا د اروپايي اتحاديې د ټولو غړیو دريځ دی.

مېرمن موګریني د فلسطین د خپلواک دولت مشر سره په کتنه کې وویل، چې بیت المقدس دې د اسراييلو او فلسطین دواړو ترمنځ وویشل شي او د دواړو پلازمېنه شي.

د اروپايي اتحاد د بهرني سیاست نوې مشرې همداراز ویلي، چې په بیت المقدس کې د اسراييلي ښارګوټو جوړول غیر قانوني دي او په فلسطین کې د خشونت او تاوتریخوالي تر ټولو ستر لامل دی.

د سرچینې په خبره، محمود عباس له اروپایې اتحادیې غوښتې، چې د دغې اتحاديې نور غړي هم باید د سویډن په شان د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني، ویل کېږي، چې د نوموړې د دې غوښتنې په اړه ډاډ تر لاسه کړی.

د یادونې ده، چې سویډن په اروپا کې یوازینی هېواد دی، چې تېره میاشت یې د فلسطین خپلواک دولت او بیرغ په رسمیت وپېژندل.

ویل کېږي، چې له محمود عباس سره د فدریکا موګریني له دې څرګندونو یوه ورځ مخکې د اسراييلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اویګدور لیبرمن له نوموړې په ټینګار سره وغوښتل، چې اروپايي اتحادیه دې د خپلواک دولت په توګه د فلسطیني دولت د په رسمیت پېژندلو څخه ډډه وکړي؛ خو مېرمن موګریني دا غوښتنه رد کړې او زیاته کړې یې ده، چې اروپايي اتحاد به ډېر ژر د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x