
ننګرهار کې چاودنې د پولیسو اکاډمۍ درې استادان ووژل
نن ټکی اسیا (دوشنبه، د لړم۱۹مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار وختې شاوخوا اوو ه نیمې بجې په جلال اباد ښار کې د پولیسو اکاډمۍ د روزونکو او استادانو پر موټر چاودنه شوې.
چاودنه سهار وختې د جلال اباد ښار د ګمرک ریاست ته څېرمه د پولیسو اکاډمۍ د استادانو پر لېږدونکي رینجر موټر په داسې حال کې وشوه، چې پر سړک ګڼه ګوڼه کمه او عام خلک لا بازار ته نه وو راوتلي.
د ننګرهار سیمه یېزو امنیتي چارواکو د چاودنې پخلی کړی او له لومړنیو معلوماتو سره سم، په دې چاودنه کې تر اوسه د پولیسو درې تنه استادان وژل شوي او درې نور ژوبل دي؛ خو د تلفاتو د کره شمېر په اړه وروستي مالومات تر دې دمه په لاس کې نشته.
ویل کېږي، چې چاودنه له لیرې د کنټرولېدونکي ماین په مټ را منځته شوې، خو ځينې نور بیا شک کوي، چې ښايي دا یو سرتېری برید و.
طالبانو تر دې مهاله د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
د نورو جزیاتو لپاره نن ټکی اسیا څارئ.