نړۍ

له افغانستانه روغ وتلی امريکايي افسر امريکا کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه ۱۳۹۳ل): يو امريکايي نظامي افسر، چې افغانستان کې له جګړه ييز ماموريت وروسته امريکا ته ستون شوی و، تېره ورځ لاس اينجليس ايالت کې ووژل شو.

فرانسيسکو ګارسيا، چې د خپلې ملګرې له خوا په جوړه شوې ښه راغلاست ميلمستيا کې له ګډون وروسته لاس اينجليس کې د سړک پر غاړه ولاړ و، يو ناڅرګند وسله وال پرې ډزې وکړې او ځای پر ځای يې وواژه.

امريکايي رسنيو د لاس اينجليس پوليسو له قوله ليکلي، چې پېښه تېره شپه دوه بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې فرانسيسکو ګارسيا د خپلې ملګرې له خوا له جوړه شوې ميلمستيا راووت او تر اوسه دا نه ده روښانه شوې، چې نوموړي بريدګر هم په دغه ميلمستيا کې ګډون کړی و کنه.

د ګارسيا ملګرې وايي، چې انډيوال يې دوه اوونۍ وړاندې له افغانستانه روغ رمټ راستون شو او دوی د خوښۍ د لمانځنې لپاره ميلمستيا جوړه کړه، مګر دا خوښي يې روزي نه شوه.

پوليس وايي، چې د لومړنيو پلټنو له مخې بريدګر په يو کرايه شوي سپين موټر کې سپور و او پر ګارسيا يې ډزې وکړې، چې نوموړی يې ځای پر ځای وواژه او بريدګر په تېښته بريالی شو.

په دې وروستيو کې امريکا او نورو لويديځو هېوادونو کې ورته پېښې مخ پر زياتېدو دي.

څو ورځې وړاندې هم يو امريکايي ځوان دوه پوليس په تبر وهلي وو او دواړه يې ټپيان کړي وو.

تېره اوونۍ کاناډا کې هم يو موټر چلوونکي يو پوليس په موټر وواهه او ورپسې يو بل وسله وال د کاناډا پلازمېنه اوټاوا کې د پارلمان پر ودانۍ بريد وکړ او د پارلمان يو ساتونکی يې وواژه.

اسلامي دولت انټرنيټي جګړه هم وګټله

د امريکا ولسي جرګه کې د کورني امنيت د کميسيون مشر مايکل مککاول« Michael McCaul » ويلي، چې د عراق او شام اسلامي دولت د نظامي جګړې تر څنګ انټرنيټي جګړه هم وګټله.

مايکل مک وړمه اوونۍ د امريکا پارلمان ته د خبرو پر مهال وويل، چې د عراق او شام اسلامي دولت لويديځو هېوادونو کې د انټرنيټ پر مټ خلک ځانته وربولي او د خپلو حکومتونو پر ضد یې وسله پاڅون ته هڅوي.

مايکل مککاول زياته کړه، چې دغه انفرادي بريدونه د لويديځو هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی او مخنيوی يې ناشونی دی.

مايکل مککاول په دې اند دی، چې دا مرموز بريدونه اسلامي دولت د انټر نيټ په واسطه ترتيبوي.

نوموړي زياته کړه، چې لويديځو هېوادونو کې د اسلامي دولت پلويان د انټرنیټ له لارې په پټو او خوندي ځايونو کې سره يو ځای کيږي او دوی به خپلو دغسې بريدونو ته دوام ورکوي او د داسې بريدونو مخنيوی ډېر ناشونی دی.

مايکل مک کاول وایي، چې د لويديځ پر ضد د نظامي جګړې تر څنګ انټرنيټي جګړه هم اسلامي دولت وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x