افغانستان
د فنلينډ يو عسكر په افغانستان کې وژل شوی

د فنلینډ وزارت دفاع ویاندي ویلي چې ددغه عسکر په موټر باندي بم چاودلی او دی ځای پر ځای وژل شوی، مګر ده دا هم ویلي چې بل چاته په پېښه کې زیان نه دی رسیدلي.
د رسمي سرچینو د احصایی له مخي دا د فنلنډ دوهم عسکر دی چې په افغانستان کې وژل کیږي، فنلنډ په افغانستان کې 180 عسکر لري.